نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

کي‌یف ته د اروپايي کمېسیون د رییسې سفر، ۴۰۰ تنو ته د کانګو د سېلابونو تلفاتو زیاتېدل او د پوتین له خوا د روسانو په وېروولو د اروپایانو تورنول د نړیوالو خبرونو په دې ټولګه کې ولولئ.

کي‌یف ته د اروپايي کمېسیون د رییسې سفر

د اروپايي کمېسیون رییسه اورسولا فون ډِر لاین د اوکراین له ولسمشر ولاديمير زلنسکي سره د خبرو لپاره د سه‌شنبې په سهار کي‌یف ته ورسېده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یخِین پَرَبِیینیس د اورګاډي په تم‌ځای کې د آغلې فون ډِر لاين هرکلی وکړ.

فون ډِر لاين پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، خوشحاله ده چې کي‌یف ته ستنه شوې؛ هغه ځای ته چې د ټولو خلکو له مهمو ارزښتونو هره ورځ دفاع کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې بروکسل د مې پر نهمه د «اروپا ورځې» په توګه لمانځي. ۱۹۵۰ زېږدیز کال کې پر همدې ورځ د فرانسې اعلامیه د اروپايي ټولنې د رامنځته کېدو لامل شوه.

اوکراين په همدې ورځ د نازي جرمني په وړاندې د روسيې په محاذ کې د متحدینو بریا لمانځله. خو هغه يې د مې په اتمه بدله کړه ترڅو د خپلو لوېدیځ متحدینو سره يې په ګډه ولمانځي.

ورته مهال زلنسکي ویلي، چې غواړي د مې نهمه د اروپا د ورځې په توګه ولمانځي.

کانګو کې د سېلابونو تلفات ۴۰۰ تنو ته ورسېدل

کانګو کې د تېرې اونۍ د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۴۰۰ تنو ته رسېدلی او د ژغورنې ډلې او خلک لا هم له خټو څخه د مړو په راایستلو بوخت دي.

د تېرې جمعې په ورځ له سختو بارانونو وروسته سېلاب د دغه هېواد د سویلي کیوو ولایت د کلیه په سیمه کې د بوشوشو او نیاموکوبي کلي لاندې کړل.

په دې ناورین کې زیات شمیر کورونه، ښوونځي، سړکونه او د اوبو سیستمونه ویجاړ او لسګونه کسان تر خاورو لاندې شوي دي.

له څلورو ورځو وروسته د ژغورنې ډلې لا هم تر خاورو لاندې د جسدونو په لټه کې دي او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.

په همدې حال کې د کانګو سرې مياشتې ټولنې ویلي، دوی تر اوسه ۲۷۴ کسان ښخ کړي چې ۹۸ یې ښځې او ۸۲ ماشومان دي.

د دغه سازمان په وینا څه د پاسه ۸۸۰۰ کسان زیانمن شوي او سرپناه ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د اقلیم د بدلون له امله د هوا درجې په افریقا کې بارانونه زیات کړي او په کانګو کې د سیلابونو او ځمکې ښویېدو لامل شوې دي.

پوتین لوېدیځ د روسیې په وېرولو تورن کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ روسي وګړو ته وویل چې دغه هېواد د خپل راتلونکي لپاره په يوه وطن‌دوستانه مبارزه کې دي.

 پوتين په دویمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د دغه هېواد د بریا د کلیزې په مناسبت په وینا کې لویدیځ هېوادونه د ملتپالنې په غچ اخیستو تورن کړل.

په همدې حال کې د مسکو په سره ميدان کې پوتين په خپله وینا کې د اوکراین د جګړې په لومړۍ کرښه کې د روسي پوځیانو پروړاندې د ننګونو یادونه ونه‌کړه.

په دويمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د متحدینو د بریا کلیزه په مسکو کې داسې حال لمانځل کېږي، چې روسي ځواکونه په اوکراین کې په سخته جګړه چې روسیه یې «لوی پوځي عملیات» بولي، بوخت دي.