نړۍ

غزه کې د اسرايیلو هوايي بریدونه؛ د فلسطین د اسلامي جهاد د درېیو لوړپوړو قوماندانانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول

غزه کې سه‌شنبه سهار د اسراییلي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د درېیو قوماندانانو په ګډون لږترلږه ۱۲ تنه ووژل شول.

ډاکټرانو رویټرز ته ویلي چې په پېښه کې لږترلږه درې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ اعلان کړی، په غزه کې یې د اسلامي جهاد چې په نړۍ کې دويمه ځواکمنه ډله ده درې لوړپوړي قوماندانان په نښه کړي دي.

د اسلامي جهاد دوو سرچینو رویټرز ته د خپلو درېیو لوړپوړو قوماندانانو وژل تاييد کړي.

غزه نن سهار د اسراییل د هوايي بریدونو له امله د زورورو چاودنو شاهده وه.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې په دې پېښه کې تر ۲۰ زیات کسان په استوګنيزو سیمو کې ټپیان شوي دي.

د غزې اوسېدونکي هاني جابر ویلي: «موږ د سهار ۴ بجې پر غزه د سختو هوايي بریدونو شاهدان وو. خلک؛ زاړه او واړه ډارېدل. موږ اورېدلي وو له دې مخکې د ۴۸ یا ۷۲ ساعتونو لپاره اعلان شوی و، خو یهوديانو له موږ سره خیانت وکړ او بس.»

په وروستیو اونیو کې د اسراییلي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

اسرايیلي ځواکونه د اردن سیند لوېدیځه غاړه په هوايي بریدونو په نښه کوي او فلسطینیان هم په سړکونو کې پر اسراییلو بریدونه کوي.

له جنورۍ مياشتې راهیسې په لويديځه غاړه کې تر ۱۹۰ زیات فلسطینیان او ۱۹ اسراییلي او بهرني وګړي وژل شوي دي.

په همدې حال کې د اسراییلو د دفاع وزارت یوې څانګې چې له فلسطینیانو سره د ملکي چارو همغږي کوي ویلي، چې غزې ته د تګ راتګ او د توکو د لېږدولو لار تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.