سوداګري

په خوست ولایت کې د کرومایت ډبرو کان د کیندنې پيلېدل

ددغه کان قرارداد د پنځو کلونو لپاره یوه شرکت ته سپارل شوی چې په دې موده کې به ۲۱ زره او ۵۰۰ ټنه کرومایت باسي چې په دې سره به ۲۱۵ میلیونه د هېواد عواید زیات شي.

ددې کان ځینې برخې د تېر نظام پر مهال په ناقانونه توګه ایستل شوې او ډبرې یې د سیمې د خلکو له خوا قاچاق شوې وې.

خو اوس په خوست کې د طالبانو ځايي مسوولین وايي، په بشپړ ډول یې د ناقانوني کيندنو مخه نیولې او چا ته اجازه نه ورکوي چې ملي زېرمې په ناقانونه توګه قاچاق کړي.

په خوست کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد صادق حمزه وايي: «دغه کان د پنځو کلونو لپاره د شرق نفرایټ کاني شرکت ته ورکړل شو، ددې کان د یو ټن ډبرې بیه لس زره افغانۍ ده، له دې کان څخه به ٢١ زره ٥٠٠ ټنه کرومایټ وایستل شي چې ټول ترې ٢١٥ ميليونه افغانۍ عوايد ترې ترلاسه کېږي.»

له بلې خوا، د شرق نفرايټ شرکت مرستیال عبدالطيف واحدي هم وايي: «له کلونو راهیسې په افغانستان کې کانونه په ناقانونه توګه کېندل کېدل، دا پخوا د مافیا په لاس کې وو، اوس په شفاف ډول قراردادونه کېږي،هم دولتي عواید زیاتېږي او هم خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.»

د خوست د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی وایي د کان له ناقانونه کیندنو او له دې لارې عوایدو له ترلاسه کولو سره سره لا هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ددې سیمې اوسېدونکی حکیم خان وايي: «موږ هم خوشاله یو، خو زموږ سیمې ته هېڅ کار نه دی شوی راشئ زموږ سړکونه او سیمه وګورئ، نو طالبان باید په دې سیمه کې رغنیز کارونه ترسره کړي.»

ددې ولایت قومي مشران هم وايي چې په دې کار خوښ دي خو وایي چې باید د دې بهیر څارنه وشي.

قومي مشر جواز خان وايي: «دا کان پخوا د بې وزلۍ له امله خلکو په ناقانونه توګه ایسته، اوس موږ هیله لرو، چې ددې سیمې سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره او عواید یې د شخصي جېبونو پر ځای د خلکو لپاره ولګول شي.»

له دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۱۱۸ میلیونه او ۶۵۰ زره افغانیو په ارزښت د کرومایت ډبرو د یوه کان چارې پیل کړې وې.

د طالبانو ځایي مسوولین وايي، د کانونو ترلاسه شوي عواید به د هېواد او خلکو اقتصادي وضعیت د ښه کولو او بیارغونې په برخو کې ولګول شي.