افغانستان

هلمند کې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او ځینې ودانۍ په تېرو جګړو کې ویجاړې او یا تخریب شوې دي.

ځایي اوسېدونکي وايي، که څه هم په دې ولایت کې اوس امنیت ټینګ دی خو یوازې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ۳۱ ښوونځي رغولو او د څښاک اوبو ته اړتیا لري او همداراز د ځینو ښوونځیو ځمکې هم د زورواکو له خوا غصب شوې دي چې باید ترې راوګرځول شي.

په هلمند ولایت کې ډېرې داسې ښوونځي هم شته چې هېڅ ودانۍ نه لري او چې ان د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ده قلفک لومړني ښوونځي کې زده کوونکي په آزاده فضا کې زده کړه کوي.

د دې سیمې یو ښوونکی محمد نسیم وايي: «تاسو یې خپله وینئ چې له یوې خوا ښوونکي تدریس کوي له بلي خوا د کلیوالو وسایط په ښوونځي کې د ننه تېرېږي چې په دې سره نه سم تدریس کېږي نه زده کونکي څه زده کولی شي.»

د دقلفک ښوونځي شاخوا اوسېدونکي د ښوونځي د ودانۍ د نشتوالي له امله د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه اندېښمن دي.

د دې سیمې اوسېدونکی رحمت الله وايي: «دلته ماشومان په خېمو کې درس وايي پنځه کاله کېږي چې حکومت یې د جوړولو ژمنه کړې وه په ګرمۍ او ژمې کې زموږ ماشومان له ستونزو سره مخ دي.»

د دې ولایت د پوهنې مسوولین وايي په دې ولایت کې ګڼ شمېر ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري.

د نادعلي ولسوالۍ د پوهنې مدیر په دې اړه وايي: «په دې ۳۱ ښوونځیو کې یو خصوصي او ۳۰ حکومتي دي، په ۲۳ کې موږ د درسي خونو، د تشکیل د کمښت او څښاک د اوبو ستونزې لرو او د اوو ښوونځیو ځمکې غصب شوې چې هیله ده راخلاصې شي.»

په دې ولایت کې د پوهنې د مسوولینو په وینا، په هلمند کې ټول ۴۱۹ ښوونځي فعال دي چې په هغې کې یو سل او ۷۸ زره او ۴۲ هلکان او ۴۲ زره او ۲۵۸ یې نجونې په زده کړو بوختې دي، خو کابو ۷۰ سلنه دا ښوونځي د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ او یا زیانمن شوي چې له دې جملې ۳۲ رغول شوي او د۹۳ نورو رغنیز کارونه روان دي.

په هلمند کې د طالبانو د عمومي تعلیماتو آمر محمد اسماعیل وايي: «په دې ۴۱۹ ښوونځیو کې تقریباً ۳۲ رغول شوي، ۹۳ نور هم په روان کال کې ترمیمیږي او په تېرو جګړو او بمباریو کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه زیانمن شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو جګړو له امله پر هلمند سربېره د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې سلګونه ښوونځي تخریب شوي او یو شمېر هم د جګړې د ښکېلو لوریو په مرکزونو بدل شوي وو.