افغانستان

زرګونه افغانان لا هم د متحده عربي اماراتو په پنډغالو کې بې‌برخلیکه دي

زرګونه افغانان چې د امریکايي سرتېرو د یو شمېر ډلو په مرسته له هېواده وتلي وو، د متحده عربي اماراتو د کډوالو د ساتلو په مرکز کې په بې‌برخلیکۍ کې شپې ورځې تېروي.

سي‌اېن‌اېن شبکې راپور ورکړی چې کابو ۲۱۰۰ افغانان له هېواده له وتلو ۱۸ میاشتې وروسته لا هم د متحده عربي اماراتو په یوه پنډغالي کې بې‌برخلیکه دي.

دوی له کابو ۲۰ زره پناه‌غوښتونکو پاتې کسان دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته، دغه پنډغالي ته لېږدول شوي دي.

له دې منځه زرګونه تنه امریکا او کاناډا ته لېږدول شوي دي.

خو د څه د پاسه ۱۸ میاشتو په تېرېدو سره لا هم دوه زره افغانان چې د خصوصي ډلو له خوا لېږدول شوي وو، د متحده عربي اماراتو په بشردوستانه ښارګوټي کې بند پاتې دي. هغوی امریکا او یا نورو لوېدیځ هېوادونو ته د رسېدو لپاره هېڅ روښانه لار نه لري.

دغه پناه‌غوښتونکي د وېزې نه لرلو له امله یوازې کولای شي د دې ښارګوټي په انګړ کې وګرځي او نورو ځایونو ته د تلو اجازه نه لري.

په همدې حال کې د دغه پنډغالي له منځه سرچینې آمو ټلویزیون ته وايي چې د ۴۰۰ کډوالو اسناد بشپړ شوي او ټاکلې چې اسټرالیا ته ولېږدول شي. د دغو سرچینو په وینا ټاکل شوې ۱۰۰۰ تنه کاناډا او ۳۵۰ نور امریکا ته ولېږدول شي.

په دې لړ کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته، زرګونه افغانان له هېواده ولاړل او د متحده عربي اماراتو بشردوستانه ښارګوټي ته ولېږدول شول.

ټاکل شوې وه چې دغه کډوال د څو ورځو لپاره په دې کمپ کې وساتل شي او وروسته په امریکا کې بیا مېشت شي. خو د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره، تر اوسه هم ګڼ شمېر کډوال په دې پنډغالي کې بند پاتې دي.