نړۍ

کانګو کې سېلابونه؛ ۲۲۷ تنه مړه شوي دي

د کانګو په ختیځ کې ناڅاپي سېلابونو ودانۍ ویجاړې کړې او تر ۲۰۰ د زیاتو کسانو ژوند یې اخیستی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې د جمعې پر ورځ له سخت باران وروسته سېلابونو د دغه هېواد د سویلي کیوو ولایت د کالِهِه سیمې بوشوشو او نیاموکوبي کلي لاندې کړل.

ژغورونکو ډلو د قربانیانو مړي له اوبو او خټو راایستلي دي.

د سیمې د مدني ټولې یوه غړي کاسوله مارټین رویټرز ته ویلي چې ۲۲۷ مړي له سېلابونو څخه راایستل شوي دي.

هغه وویل: «خلک په ازاده فضا کې ویده کېږي. ښوونځي اوبو یووړل. موږ نه پوهېږو چې زده‌کوونکي مو څنګه درس ووايي. ځینې روغتونونه هم ویجاړ شوي دي.»

په همدې حال کې، لسګونه تنه نور چې د سېلابونو له امله ټپیان شوي دي په یوه ځایي روغتون کې تر روغتیايي پاملرنو لاندې دي.

د دغه روغتون یو ډاکتر نوربرټ والانګولو وايي چې هغوی د درملو او تجهیزاتو له کموالي سره مخ شوي دي.

نوربرټ والانګولو وویل: «له تېرې ورځې راهیسې نږدې ۵۶ ناروغان راغلي دي. ۵۶ ناروغان لرو چې تر درملنې لاندې دي، خو باید ووایم چې هغوی ته د پاملرنې په برخه کې ځینې ستونزې شته دي. درمل او د اړتیا وړ توکي لکه دستکش، پیچکارۍ او کمپرس کم دي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د دې سیمې اوسېدونکي د سېلابونو له امله زیانمن کېږي او قربانیان ورکوي. سېلاب او د ځمکې ښویېدل په سویلي کیوو کې غیر عادي پېښې نه دي.

وروستی مورد د ۲۰۱۴ کال په اکټوبر کې و، چې سخت ورښت تر ۷۰۰ زیات کورونه وران کړل او د راپورونو له مخې ۱۳۰ تنه بې‌درکه شوي وو.

سویلي کیوو له روانډا هېواد سره پوله لري. روانډا هم په دې اونۍ کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو شاهد و، چې په پایله کې یې ۱۳۰ تنه مړه او څه د پاسه ۵۰۰۰ کورونه وران شول.