افغانستان

روانډا کې د سېلابونو له امله ۱۲۹ تنه مړه شول

روانډا کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله لږترلږه ۱۲۹ تنه مړه شوي دي.

د دغه هېواد چارواکو اعلان کړی چې ژغورونکې ډلې هڅه کوي په کورونو کې بند کسان وژغوري.

رویټرز راپور ورکړی چې سېلابونه په چټکۍ سره د خلکو کورونو ته دننه شول او د دغه هېواد په روباوو سیمه کې یې یو شمېر کورونه وران کړل.

«مېرمن مې کړکۍ ته نږدې ولاړه وه چې اوبه رادننه شوې. هغه وغورځېده او ما هڅه وکړه چې خپل اولادونه له کوره وباسم. زه لاندې ولوېدم، خو له نېکه‌مرغه بریالی شوم چې ځان وژغورم او روغ یم، که څه هم ونو مې پښې ټپي کړې دي.»

له بل لوري د سیمې هغه اوسېدونکي چې له سېلابونو ژغورل شوي دي وايي چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي او بيړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

«زه نه پيسې لرم چې کور په کرایه ونیسم، نه خاوند او نه هم زامن. نه پوهېږم چېرته ولاړه شم. دا زموږ لپاره خطرناکه غمیزه وه.»

په همدې حال کې د روانډا ولسمشر پاول کاګامه په یوه بیانیه کې ویلي چې دولت به د سېلاب ځپلو لپاره لنډمهاله پناه‌ځایونه برابر کړي.