افغانستان

افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د تېرو ۲۰ میاشتو خوځښتونو ته کتنه

د داعش ډلې د خراسان څانګې لومړی د خطر زنګ هغه مهال ووهل شو چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو یوولس ورځې وروسته د داعش ډلې خراسان څانګې په کابل کې د تر ټولو خونړي برید مسوولیت ومانه، دا برید د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې ترسره شو.

افغانستان کې د اروپایي ټولنې د ځانګړې استازي مرستیال مایکل سمپل باوري دی: «ادعا کېږي چې طالبانو له امریکایانو سره معامله کرې او طالبان د امریکا او لوېدیځوالو قراردادیان دي چې په واقعیت کې طالبان خالص اسلام نه غواړي. داعش ډله وایي، د دوي ترمنځ باید یو توپیر رامنځته شي ترڅو د دې ډلې غړي دې ته وهڅول شي چې د طالبانو پرخلاف جهاد وکړي.»

د داعش ډلې خراسان څانګې بریدونه د طالبانو د لومړیو څلورو میاشتو پرمهال ګړندي شول د دې ډلې د خراسان څانګه د۲۰۲۱ میلادی کال په نومبر او دسمبر میاشتو کې خپل بریدونه زیات کړل.

په واشنګتن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وویل: «د داعش ډېری مشران او رامنځته‌کوونکي هغه کسان دي چې له دې مخکې د طالبانو غړې وو د هغوی اختلاف تر ډېره د دین، سیاست او مشرتابه په برخه کې دی. د داعش خراسان څانګې د عراق او سوریې له داعش سره له وړاندې بیعت کړی؛ په داسې حال کې چې طالبان غواړي د هغوی مشر یا امیر هغه څوک وي چې ټول ورسره بیعت وکړي؛ له دې امله دا یو عیني اختلاف بللای شو او د یو بل د ختمولو پرځای د دوي ترمنځ د تعامل احتمال زیات لیدل کېږي.»

د داعش خراسان ډلې د اقتصادي څرخ معما

د داعش ډلې بریدونه او فعالیتونه دومره کم لګښته هم نه دي؛ د دې ډلې اقتصادي سرچینه لا معلومه نه ده او سیمه ییز او نړیوال څېړونکي یې په اړه د اسنادو په راټولولو بوخت دي.

محمد محقق د افغانستان د وحدت ګوند مشر په دې اړه وویل: «د دوي مالي، وسله‌والې او اکمالاتي سرچینې ډېرې پېچلی دي، بېلابېلې شننې شوې ځینې وایي، عربي هېوادونه پکې لاس لري او یو شمېر بیا لوېدیځ هېوادونه په تېره امریکا تورنوي زه پخپله کوم قضاوت نه شم کولای چې د دې قضیي شا ته د چا لاس دی؟ خو ویلای شم چې یو پېچلی بهیر او له ډېرو مالي او وسلو له امکاناتو برخمنه ده که ځواکمنې مالي سرچینې یې نه لرلای دومره پرمختګ یې نه کاوه دوی ډالر لري او ښکاري چې نړیوال ملاتړ یې ترشا شته.»

افغانستان په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د داعش ډلې له خونړیو بریدونو سره مخ و، دغې ډلې ویلي چې د طالبان د واکمنېدو له پیله د ۲۰۲۲ زېږدیز کال ترپايه یې په افغانستان کې ۲۶۰ بریدونه ترسره کړي دي.

دغې ډلې په افغانستان کې په اپریل، مې او جون میاشتو کې زیات بریدونه ترسره کړي دي.

په ۲۰۲۲ کال کې د داعش بریدونه په لاندې ډول دي:

جنوري؛ ۱۸ بریدونه، فبروري؛ ۸ بریدونه، مارچ؛ ۹، اپریل؛ ۲۴، مې؛ ۲۲، جون؛ ۲۰، جولای؛ ۱۲، اګست؛ ۱۱، سپتمبر؛ ۶، اکتوبر؛ ۸، نومبر؛ ۳ او ډسمبر ۷ بریدونه.

د ملي امنیت شورا د دفتر پخوانی رییس آرین شریفي وویل: «د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې له ډېرو غیرافغاني ډلو سره په اړیکه کې ده، له هغې جملې د پاکستان (آي ټی آي ام) او د چین ایغور له دوي سره نږدې اړیکې لري آن تر دې چې داسې معلومات شته چې دوی د القاعدې له مشر سره هم اړیکه لري د ځینو معلوماتو له مخې شپږ یا ۷ میاشتې مخکې د اسامه بن لادن زوی افغانستان ته سفر کړی او موخه یې د داعش او القاعدې ترمنځ د اختلافاتو له منځه وړل وو.»

که څه هم امریکا د داعش په وړاندې د طالبانو د جګړې له څرنګوالي تر دې دمه خوښ بريښي، خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لوړپوړي پلاوي ویلي چې د داعش ډلې خراسان څانګه به تر راتلونکو ۶ میاشتو پر امریکا د برید توان پیدا کړي.

د ایران د ترهګرۍ او امنیت څانګې د څېړنو کارپوه ډاکترې فایزه قاسمي وویل: «تر دې زیات په روښانه توګه نه شو ویلای، چې د عراق او شام داعش د خراسان پر داعش اغېزه لري؛ ښايي په راتلونکو کلونو کې موږ د خراسان داعش ولرو چې د ټولې نړۍ د ترهګرو ډلو آن د داعش خوب په حقیقت بدلوي او د داعش مرکز د دې پرځای چې عراق او شام کې وي افغانستان ته به ولېږدول شي.»

د پنتاګون پټ سندونه چې اوس ترې پرده پورته شوې په ډاګه کوي چې افغانستان به یو ځل بیا د داعش ډلې د بریدونو د پلانونولو په مرکز بدل شي.

د دغو سندونو په یوه برخه کې راغلي چې افغانستان د داعش ډلې د همغږۍ په مرکز بدل شوی او دا ډله په امریکا اروپا او آسیا کې د بریدونو په پلانولو بوخته ده.