افغانستان

نورستان کې د مرستندویه بنسټونو له خوا د یو شمېر فرعي سړکونو رغول

د خوړو نړویوال پروګرام او یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو په مالي مرسته په نورستان ولایت کې ۱۷۰ کیلومتره فرعي سړکونه رغول شوي دي.

په نورستان ولایت کې ځايي مسوولین وايي، د خوړو د نړیوال پروګرام او نورو مرستندویه بنسټونو په مرسته یې ددې ولایت یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

سرچینې زیاتوي، د دې پروګرام له لارې په وانت وایګل ولسوالۍ، اږوک درې او د کامدېش ولسوالۍ په کوټیا دره کې لسګونه کیلومتره سړک رغول شوی دی.

همداراز، په واما او دواب ولسوالیو او د وانت وایګل ولسوالۍ په څاریګل سیمه کې د یو شمېر سړکونو د رغولو کار پیل شوی دی.

د نورستان ولایت یو اوسېدونکی دایي ګل وایې: «له دې پروګرامه خوښ یو ځکه له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او له بله پلوه د کار په بدل کې خوراکي توکي راکول کېږي.»

د دې ولایت د واما ولسوالۍ اوسېدونکی ګل میر وايي: «په دغه ډول پروګرام د بې وزله کسانو لپاره ښه دی ځکه مالداره کسان کار نه کوی دا پروګرام له دې امله هم ښه دی چې هم سړکونه جوړېږي او هم له خلکو سره مرسته کېږي.»

له بلې خوا، په نورستان کې د طالبانو د کلیو د پراختیا رییس احسان الله موحد وایي: «د خوړو د نړیوال پروګرام او نورو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ موږ خلکو ته د کار زمینه برابره کړې او کابو درې زره کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکړل شوي دي.»

د نورستان ولایت ډېری لارې لا هم خامه دی او د موسمي سېلابونو له امله وخت ناوخت زیانمېږي چې د هېواد د نورو سیمو په پرتله د بیارغونې چارې پکې ټکنۍ دي.