افغانستان

د ملګرو ملتونو «ګونګ پيغام» ته د آسیا د بشري حقونو د څار بنسټ خبرداری

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار بنسټ، د افغانستان لپاره له ځانګړو استازو چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې په دوحه کې غونډه وکړي، غوښتي چې یوازې د طالبانو د «ظالمانه» سیاستونو پر لغوه کولو تمرکز وکړي.

ګاسمن په یوه پیغام کې چې د چهارشنبې په ورځ د څار بنسټ پر وېبپاڼه خپور شو، ویلي چې د ملګرو ملتونو د دې اونۍ ګډوډ پیغام ښايي د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره پر راتلونکو ګامونو مستقیم اغېز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه سازمان د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې د افغانستان لپاره د بهرنیو هېوادونو له استازو سره غونډه کوي او په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر بشري عملیاتو د لګول شویو بندیزونو پر څرنګوالي بحث کوي.

ګاسمن وویل د اپریل په ۱۸مه، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر، آخیم اشتاینر خبرداری ورکړ، که طالبان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغان مېرمنو په کار کولو بندیز لیرې نه کړي، ملګري ملتونه چمتو دي چې له دې هېواده د وتلو زړه ماتوونکې پرېکړه وکړي.

بله ورځ، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینې محمد وړاندیز وکړ چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه پر طالبانو لږ فشار واچوي او هغه «کوچني ګامونه» واخلي چې کولی شي طالبان د رسمیت پيژندنې مسلې ته متوجه کړي.

گاسمن زیاته کړه: «له ملګروملتونو د بشپړ وتلو د ګواښ او په رسمیت پېژندلو ترمنځ یقیناً یو حل شتون لري، او داسې ښکاري چې ځانګړي استازي یې د موندلو تمه لري.

هغه وویلې، چې د طالبانو د کړنو په تړاو د ځانګړو استازو ترمنځ اختلافات شته «چین، روسیه او جاپان» غواړي، چې ملګري ملتونه د افغانستان پر روان بحران او مرستو تمرکز وکړي.

دغه راز امریکا، برېتانیا او فرانسې له طالبانو سره د بشري حقونو په برخه کې سخته موضوع ټاکلې ده.

په مارچ میاشت کې د امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د غځولو لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

له دې سره سم دغې شورا یو بل پرېکړه لیک هم تصویب کړ چې د ملګرو ملتونو د عملیاتو د خپلواکې ارزونې غوښتنه یې وکړه چې موخه یې «له اوسنیو ننګونو سره د مقابلې لپاره اړونده او همغږې تګلاره» موندل دي.

په داسې حال کې چې چین او روسیې د پراخې ارزونې لټه کوله. امریکا او بریتانیا د هغو نښو په اړه چې په دې تړاو ښکاره شول شک څرګند کړ.

په عین حال کې، د طالبانو وروستي محدودیتونه د هغو افغانانو لپاره ویجاړونکي دي، چې دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او نجونې دي او په خوراکي مرستو تکیه کوي.

گاسمن وویل: «د طالبانو مخ پر زیاتیدونکي ظالمانه دریځ چې ښځې یې په بشري سازمانونو کې له کار کولو منع کړې (پرته له روغتیا او لومړنیو زده کړو) او ملګري ملتونه مرستندویه ادارې او موسسې دې ته اړ باسي چې د خپلو پروګرامونو پای ته رسولو یا د ژوند ژغورنې مرستې رسولو لپاره د خبرو اترو له لارې یوه لار غوره کړي په حقیقت کې د دې بنسټونو اصولو ته ګواښ دی.»

هغه دا وړاندیز هم وکړ چې ځانګړي استازي باید دا په دوحه کې روښانه کړي او «یو ټینګ دریځ غوره کړي چې یوازې د طالبانو د ظالمانه سیاستونو له منځه وړل به د نورو رول لپاره دروازه پرانیزي.»

دوحه کې د تړلو دروازو تر شا ناسته

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، راتلونکې میاشت به د افغانستان په چارو کې د بېلابېلو هېوادونو استازي سره راټول کړي ترڅو له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه متحده تګلاره ومومي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک همداراز وویل: «ټاکل شوې چې په دوحه کې د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه غونډه جوړه شي چې د سرمنشي په کوربتوب به د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په کې ګډون ولري. دا او د دې ډول وړو ګروپونو د غونډې موخه دا ده چې موږ د افغانستان له وضعیت سره د یوې دوامداره حل لارې په خاطر د ګډو موخو لپاره نړیواله همکاري پیاوړې کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو افغان ښځې د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کاره منع کړې دي.

هغه زیاته کړه: «لکه څنګه چې عمومي منشي ویلي او هغه لاهم پدې باور دی چې د ستراتیژیک صبر سره یوځای د عملیت او اصولو پراساس د یوې تګلارې پرمختګ او د تخلیقي، انعطاف وړ، اصولي او رغنده تعامل لپاره د انتخابونو پیژندل یو بیړنی لومړیتوب دی. د نوموړي موخه دا ده چې د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې کولی شي د راتلونکو ننګونو په اړه د لا زیاتې اجماع په جوړولو کې مرسته وکړي.»

دوجاریک د دوحې د پلان شوې غونډې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال څرګندونو ته هم توضیحات ورکړل او وې ویل چې د آغلې محمد هدف دا و چې نړیوال باید په همغږۍ خپل چلند ته دوام ورکړي.

دوجاریک وویل: «د هغې موخه په هېڅ وجه دا نه وه چې بل څوک له غړو هېوادونو پرته د رسمیت پېژندنې واک لري.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد په پرنسټن پوهنتون کې د وینا پرمهال وړانديز وکړ، چې د دوحې په غونډه کې به د طالبانو په رسمیت خبرې وشي.

محمد وویل: «موږ ځانګړې ښځې او استازې لرو چې د افغانستان په تړاو کار کوي او هغه چې مونږ ترې ورته هیله من یو دا چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې موږ دوی سره راټول او یو کړو.»

هغې زیاته کړه: «له دې سره موږ هیله من یو، کوچني ګامونه ومومو، څو د رسمیت پېژندنې په لار کې راته لارښوونه وکړي. آیا دا امکان لري؟ زه نه پوهېږم؟»

دا په داسې حال کې ده چې انتونیو ګوتریش د ترکیې ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د خپلواکې ارزونې د ماموریت د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکلی دی.