افغانستان

کندهار کې د يوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دغه پېښه نن پنجشنبې سهار مهال د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

پنجشنبې سهار د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ، د مړوندۍ مانده په سیمه کې له نيمروز څخه کابل ته پر لاره د ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۳ تنه مړه او د دوو مېرمنو په ګډون ۲۱ نور ټپیان شول.

د کندهار د ترافيک پوليسو د پېښو د ارزونو آمر وایي، پېښه د موټر چلوونکي د بې پامۍ له امله رامنځته شوه، چې وروسته له سيمې تښتېدلی دی.

کندهار کې د طالبانو د ترافيک پوليسو د حادثاتو آمر احمد طاهر په دې اړه وايي: «۴۰۴ ډوله مسافروړونکی موټر د چلوونکی د بې‌احتیاطۍ له امله چپه شو د پېښې په پایله کې ۳ تنه مړه او ۲۱ نور ټپیان شول او جسدونه د پېښې له ځایه لېږدول شوي دي.»

د پېښي عيني شاهدان او د مسافر وړونکی موټر سپرلي وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ډېر سرعت له امله موټر د چلوونکي له کنټروله ووت.

د پېښې یو شاهد ګل زرین وايي: «کله چې له نیمروز څخه راروان شو د موټر کلینر ښکته شو او نورو ته یې ویل چې ډرېور باندې پام کوئ چې خوب یې وړي. ډېر ګړندی تګ یې کاوه او وروسته پېښه وشوه.»

په دې موټر کې سپور مسافر محمد عارف د پېښې وضعیت داسې بیانوي: «وضعیت ډېر خراب دی. څو تنه مړه شول او په ټپیانو کې ښځې هم وې چې روغتیايي حالت یې ښه نه برېښېده.»

له بلې خوا، د کندهار د مېروېس حوزوي روغتون رییس وایي، د اختر په ورځو کې دغه روغتون ته د ترافيکي پېښو له امله ۲۹۳ ټپيان وروړل شوي چې درېيو تنو يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د کندهار د مېروېس روغتون رییس عبدالحليم حسيني وايي: «وروړل شویو کسانو ته پوره پاملرنه شوې؛ د ډاکترانو، روغتیاپالانو او ښځینه پرسونل ټولو په غوره ډول خدمت کړی.»

نوموړی د دغو کسانو د درملنې په اړه وايي، چې په دې روغتون کې د یادو ټپیانو بشپړه درملنه شوې ده.

کندهار ښار او ولسواليو کې وخت ناوخت خونړۍ ترافيکي پېښي کېږي، چې د مسوولينو په وینا لامل یې ګړندی تګ او خرابې لارې په ګوته کوي.