د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړ، چې د سوډان جګړه کولای شي د سیمې هېوادونو ته خپره شي او له پوځ او د چټک غبرګون له ځواکونو یې وغوښتل د جګړې د پایته رسوولو لپاره خبرېاترې وکړي.
ګوتریش چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یې خبرې کولې ویېویل د دواړو لوریو ترمنځ د نښتو له پيل راهیسې سلګونه تنه مړه او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي له ښکېلو لوریو غوښتنه وکړه چې تاوتریخوالی ودروي او اجازه ورکړي خلکو ته بشردوستانه مرستې ورسېږي او له زیانمنونکو سیمو د خلکو د ژغورلو عملیات ترسره شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټینګار وکړ: «زه په دوامداره توګه له ښکېلو لوریو سره په اړیکه کې یم او ترې غوښتې مې دي چې کړکېچ راکم کړي او د خبرو مېز ته حاضر شي. موږ له خپلو شریکانو سره یو ځای هڅه کوو ترڅو ژرترژره دا جګړه د تل لپاره پایته ورسېږي.»
نښتو د دوشنبې پر ورځ د دغه هېواد په ځینو برخو کې لا هم دوام درلود.
په دې لړ کې دواړو لوریو دوشنبه شپه ناوخته پر ۷۲ ساعته اوربند هوکړه وکړه ترڅو بهرني وګړي له سوډان څخه ووځي او خلکو ته هم خوراکي او د اړتیا وړ توکي ورسېږي.
ګوتریش څرګنده کړه: «د ملګرو ملتونو سازمان سوډان یوازې نهپرېږدي. د سوډان له خلکو سره زموږ ژمنه سولهییز او امن راتلونکي ته د هغوی د رسېدو لپاره ملاتړ دی. موږ په دې ناوړه وضعیت کې د هغوی ترڅنګ ولاړ یو.»
سوډان کې د مرستندویه بنسټونو د راپورونو له مخې تر اوسه په دې هېواد کې ۴۲۸ تنه مړه او تر ۳ زره او ۷۰۰ زیات ټپیان شوي دي.