نړۍ

سوډان کې د جګړې ښکېلو لوریو پر ۷۲ ساعته اوربند هوکړه وکړه

سوډان کې د بهرنيو وګړو د ايستلو له بهير سره هم‌مهاله د جګړې ښکېلو لوریو هوکړه کړې چې لنډمهاله اوربند د ٧٢ ساعتونو لپاره وغځوي.

د سودان پوځ او د دغه هېواد د «چټک غبرګون ځواکونو» اعلان کړى، چې د امریکا په منځګړیتوب دغه اوربند د دوشنبې ورځې له شپې راهيسې عملي شوی دی.

دواړو لوریو ویلي، د دغه اوربند موخه له سوډان څخه د بهرنیو وګړو د لېږد لپاره د یوه بشري دهلیز رامنځته کول او همدارنګه اړینو سرچینو ته د سوډاني اوسېدونکو لاس‌رسی، روغتیایی خدمتونو او له زیانمنونکو سیمو څخه د هغوی لیږد رالیږد دی.

د چټک غبرګون ځواکونه په یوه بیانیه کې وايي: «د چټک غبرګون ځواکونه د بهرنیو وګړو او ماموریتونو د خوندیتوب تضمین لپاره خپله همکاري، همغږي او بشپړ ژمنتیا اعلانوي ترڅو له هېواد څخه ووځي. د ټولنې د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه، موږ له خپلو خلکو سره ولاړ یو او د ازادۍ، عدالت، ډیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت ملاتړ کوو.»

خو د سوډان پوځ تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې دوی به له ۲۴ ساعته اوربند سره هغه وخت هوکړه وکړي، چې یاغیان هر ډول «له دښمني ډک» فعالیتونه ودروي او اوربند ته غاړه کېږدي.

په همدې حال کې له سوډان څخه د بهرنیو وګړو د ایستلو بهیر روان دی.

د دوشنبې له سهار راهیسې سویلي کوریا خپل ۲۸ تنه اتباع او یو شمیر جاپانیان د پوځي الوتکې په مرسته لېږدولي دي.

سعودي عربستان هم له سوډان څخه په یوه پوځي کښتۍ کې د سعودي، امریکا، بریتانیا، سویډن، ایټالیا، قطر، هالنډ، عراق، ترکيې، تانزانیا، لبنان او د لیبیا اوسېدونکو په ګډون ۱۹۹ تنه جدې ته رسولي دي.

ایټالیا هم خپل ۹۶ اتباع له سوډان څخه ایستلي دي.

تر اوسه ګڼو هېوادونو له خارطوم څخه خپل دیپلوماتان او وګړي را بهر کړي دي.

د پوځ او ملېشه ډلې (د چټک غبرګون ځواکونو) ترمنځ جګړه د اپرېل پر ۱۵ پیل شوه او د یوې اونۍ په لړ کې تر اوسه ۴۲۷ کسان وژل او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

دغه‌راز روغتونونه او نور عامه خدمات په ټپه درېدلي او د استوګنې سیمې هم د جګړې په ډګرونو بدلې شوې دي.

له بلې خوا په سوډان کې زرګونه بهرني وګړي بند پاتې دي.

پاکستان اعلان کړی، چې د دغه هېواد د ۵۰۰ اوسېدونکو لومړی کاروان د سوډان بندر ته رسېدلی او د سعودي عربستان په مرسته به لېږدول کېږي.