افغانستان

ځینو سیاسي څېرو د دوهم ځل لپاره په ویانا کې ناسته وکړه

دوشنبه سهار ویانا د دوهم ځل لپاره د یوې داسې ناستې کوربه و، چې پکې د طالبانو مخالفې سیاسي څېرې تر یوه چت لاندې سره راټول شول او د افغانستان پر راتلونکي خبرې کوي.

په دې ناسته کې د مقاومت جبهې مشر احمدمسعود، د تېر حکومت یو شمېر چارواکو او ځینو فرهنګي څېرو ګډون کړی و.

د دې ناستې یو ګډونوال سنجرسهیل په دې باور دی، چې: «د ویانا دوهمه ناسته د لومړۍ ناستې په تعقیب جوړه شوې او ګډونوال یې هم د طالبانو مخالفین دي. نن د دې ناستې لومړۍ ورځ ده. احمد مسعود، سپنتا، فوزیه کوفي، محمدمحقق او یو شمېر نور سیاستوال د دې ناستې ګډونوال دي.»

د امنیت او ترهګرۍ د مطالعاتو څېړونکی فیض قاسمي ټینګار وکړ: «که څه هم چې په وروستیو یو یا دوو کلونو کې طالبان واک ته ورسېدل، موږ د ایران په ختیځو پولو کې امنیتي وضعیت د خرابېدو په حال کې وینو، د چین د نفوذ زیاتوالی وینو او موږ وینو چې تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او نور هېوادونه هم له مخ په زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي.»

ویل شوي، چې په دې غونډه کې له ۳۰ زیاتو د طالبانو مخالفو څېرو ګډون کړی، خو سرچینې تاییدوي، چې د ویانا ناستې ته بلل شوي صلاح الدین رباني او زلمي رسول په دې غونډه کې ګډون ونکړ.

د ویانا د غونډې ګډونوال سنجر سهیل څرګنده کړه: «په دې غونډه کې پر هغه څه خبرې وشوې چې یوه اعلامیه صادره شي ترڅو له نړیوالې ټولنې د طالبانو د مخالفینو د غوښتنو او د هغو لارو چارو پر بنسټ ولاړ وي او دا به د طالبانو د مخالفینو تر منځ د یووالي او اتفاق بهیر پیاوړی کړي.»

رحمت‌الله نیبل هم په خپل ټوېټر لیکلي، د دې لپاره چې له وړاندې پروګرامونه نه دي ټاکل شوي برخه نه اخلي.

سیاسي فعال طارق فرهادي وایي: «هغه ناستې چې له افغانستانه د باندې د سیاسي څېرو له لوري ترسره کېږي که ملګري ملتونه ورته اسانتیا برابره کړي باور به یې لا زیات شي.»

دا ناسته چې د اتریش نړیوال انستیتیوت خوا جوړه شوه دوه ورځې به دوام وکړي.

د ویانا لومړنۍ ناسته تېرکال د وږي په ۲۴مه د اتریش نړیوال انسټیټیوټ له لوري د طالبانو د مخالفینو ترمنځ د همغږۍ لپاره جوړه شوې وه.