فرهنګ او هنر

ننګرهار کې د سیکارام دودیزه مشاعره ترسره شوه

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د سیکارام دودیزه مشاعره جوړه شوه، چې پکې شاعرانو د شعر په ژبه د سیکارام لوړه څوکه وستایله.

دغه دودیزه مشاعره چې د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د اختر په درېیمه مازیګر مهال ترسره شوه پکې د هېواد د بېلابېلو سیمو ترڅنګ له کوزې پښتونخوا هم يو شمېر شاعرانو ګډون کړی وو.

د مشاعرې جوړوونکی او د سپين غر د ځوانانو ټولنې مشر عبدالوکیل ملکزی وایي، شاعرانو خپل شعرونه، ټپې، ټپيزې او اصلاحي شعرونه ولوستل.

عبدالوکیل ملکزی زیاتوي، چې د سیکارام هېواد شموله مشاعره ده ځکه د هېواد له بېلابېلو سیمو ورته شاعران را بلل کېږي.

هغه وايي: «له کابل، پکتیا، پېښور، خوست، نورستان او لغمان ولایتونو ګڼ شمېر شاعران راغلي او خپل نظریات یې له ګډونوالو سره شریک کړل، د سیکارام مشاعره هېواد شموله ده.»

په دغو مراسمو کې شاعرانو خپل شعرونه ولوستل، خو ځینو د شعر په ژبه سیکارام څوکه وستایله.

شاعر جاوید دلدار وایي: «دا ډول مشاعرې بیا د اختر په ورځو کې د شاعرانو د یوځای کېدو او د خوښۍ او نېکمرغۍ یو ښه پیغام دی هیله ده چې دا ډول مشاعرې لا زیاتې شي.»

دغه دویزه مشاعره په لومړي ځل په ۱۳۹۴کال کې د سپن غر د ځوانانو ټولنې له خوا جوړه شوه چې له هغه راهیسې هر کال د وری په مياشت کې ترسره کېږي.

سیکارام د سپین غره لوړه څوکه ده چې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې موقعیت لري، د دغې دودیزې مشاعرې نوم هم له همدغې لوړي څوکې اخیستل شوی دی.