افغانستان

له ۳۵ کلونو وروسته د کونړ یوې درې ته د موټر لاره جوړه شوه

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ چهره ګل دره چې له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې يې اوسېدونکي له ترانسپورتي خدماتو بې برخې او له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

اوس له کلونو وروسته ۱۲ کیلو متره سړک جوړ شو او دغې سیمې ته په لومړي ځل موټر ورغی.

دغه سړک چې د تېر جمهوري نظام په ورستیو کې یې لومړنۍ چارې ترسره شوې وې اوس یې کار بشپړ او ګټې اخیستو ته وسپارل شو.

ځايې اوسېدونکي ددغه سړک په جوړېدو خوښ دي او وايي له دې مخکې یې ګڼې ستونزې لرلې.

د ناړۍ ولسوالۍ د چهره ګل درې اوسېدونکی عبدالواحد وايي: «دا چې ناړۍ یوه سرحدي ولسوالي ده او ګڼ شمېر خلک پکي ژوند کوي، په لیرو پرتو سیمو کې يې اوسېدونکي د ډېری ستونزو لري، روغتیاي مرکزونه نشته، سړکونه ویجاړ او یا یې هېڅ نه لري، تېرو حکومتونو دغې سیمې ته هېڅ پام نه دی کړی.»

ځايي اوسېدونکي ددغه سړک په جوړېدو خوښ دي او وايې، له دې امله چې ناړۍ پر ډیورنډ کرښه پرته سرحدي ولسوالي ده اوسېدونکي یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او له دې مخکې به د ناروغانو په لېږدولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

ددې سیمې اوسېدونکی امین ګل وايي: «موږ ډېری ستونزې ګاللې، د سړک نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو، ډېری وختونه به مو ناروغانو پر لاره ژوند له لاسه ورکاوه.»

ددې درې یو بل اوسېدونکي محمد خان وايي، دومره خوښ دی چې نه یې شي بیانولای دا د دې سیمې د لویانو، ماشومانو او ښځو یو لوی ارمان و چې دا سړک جوړ شي.

هغه زیاتوي: «د ناړۍ ولسوالۍ چهره ګل دره چې خلک يې له لومړنیو خدماتو بې برخې دي اوس چې سړک جوړ شو ټول خوښ دي.»

دغه سړک په تېر نظام کې منظور شوی و خو د امنیتي ستونزو له امله يې چاري درېدلې وي خو اوس له رغولو وروسته ګټې اخیستو ته وسپارل شو.