افغانستان

بریتانوی ډاکتر د طالبانو زندان کې د بډوډو په ناروغۍ اخته شوی

د برتانیې د خيريه چارو يو ډاکټر کیون کارنویل چې درې نیمې میاشتې مخکې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی و، ناروغ دی او بیړنۍ روغتيايي پالنې ته اړتیا لري.

“ډېلي مېل” ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه برتانوي ډاکتر په پښتورګو کې ډبره ده او بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

۵۳ کلن کیون کارنویل د جنورۍ په ۱۱مه په کابل کې د “دريا ويلج” هوټل له برتانوي مدیر سره یو ځای ونیول شو.

طالبانو کارن ویل د ناقانونه وسلو په لرلو تورن کړی دی.

ډیلي میل راپور ورکړی، چې ټاکل شوې وه،  ښاغلی کارن ویل تېره میاشت د درملنې لاندې ونیول شي او ډاکتران يې د لیزر په مرسته بډوډو کې پيدا شوې ډبرې ماتې کړې.

د هغه یوه ملګري د شنبې په شپه ډیلي میل ته وویل: «تر ټولو بد حالت دا دی چې د کیون بډوډی کار پرېږدي او هغه به په زندان کې مړ شي. موږ په هېواد کې د هغه د عملیاتو لپاره اړین متخصص نلرو. دواړه پښتورګي په نه جبرانېدونکي ډول زیانمن شوي، نو که آن یو یې هم بند شي، هغه به ژوندي پاتې نشي، هغه به ژر د پښتورګو پيوند ته اړتیا ولري.»

د ښاغلي کارن ویل خراب حالت هغه وخت څرګند شو چې ډاکیر او د هوټل مدیر ته اجازه ورکړل شوه د پنجشنبې په سهار د شپږو دقیقو لپاره د دوی له کورنیو سره په ټلیفون کې خبرې وکړي.

د پریډیډیم خیریه موسسې استازی سکاټ ریچارډز، چې د ښاغلي کارن ویل له کورنۍ او د هوټل مدیر سره مرسته کوي وایي: «له زندانيانو سره له ټليفون کولو خبر نه وو، نو دوی په ناڅاپي توګه اړيکه ونيوله، کیون د درد درمل ترلاسه کول او د خپل روغتیايي حالت د کابو کولو هڅه یې کوله.»

ریچارډز زياته کړې، چې د ټلیفوني خبرو منځپانګې ته په پام سره طالبان له دغو دوو زندانيانو سره ښې اړیکې لري.

په همدې حال کې د برتانیې حکومت هڅه کوي چې دغه دوه بريتانوي اتباع د طالبانو له زندانه آزاد کړي، خو دغه هېواد په افغانستان کې سفارت نه لري چې د دغو دوو کسانو د خلاصون په اړه له طالبانو سره په مستقمه توګه اړيکه ونيسي.