افغانستان

د امریکا افشا شوي پوځي اسناد: افغانستان د داعش د همغږۍ په مهم مرکز بدل شوی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د افشا شویو پوځي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په څه کم دوو کلونو کې دا هېواد د اسلامي دولت یا داعش د همغږۍ په مهم مرکز بدل شوی دی.

د دې راپور له مخې داعش پلان لري، له افغانستانه ځینې بریدونه په اروپا او اسیا کې پلان او د امریکایانو پر وړاندې دسیسې جوړې کړي.

دا اسناد د «دیسکورډ» له لارې خپاره شوي او د واشنګټن پوسټ لاس ته رسېدلي او ښیي چې داعش په تېر کال کې پر سفارتونو، کلیساوو، سوداګریزو مرکزونو او د فوټبال پر نړیوال جام د بریدونو زیاتې هڅې کړې دي.

په دې راپور کې راغلي، د پنټاګون چارواکو په ډسمبر میاشت کې د داعش له نهو بریدونو خبر شوي، چې په افغانستان کې پلان شوي او دا شمېره تر فبرورۍ میاشت پورې ۱۵ ته ورسېده.

د دې راپور پر بنسټ: «داعش د بهرنیو بریدونو لپاره د یو کم لګښته مډل په توګه د پرمختګ په حال کې دی چې له افغانستانه بهر په سرچینو متکي دي.»

راپور کې راغلي: «دا مډل احتمالا داعش په دې باوري کوي چې پر تجربه لرونکو امنیتي ادارو برید وکړي او د طرحې د جوړولو وخت راکم کړي او د بریدونو د مخنیوي امکانات هم کم کړي.»

په دې تړاو په وروستیو اونیو کې لسګونه اسناد خپاره شوي دي.

واشنګتن پوست وایي، دا اسناد د جک تکسیرا له لوري چې د امریکا د ماساچوست هوایي ملي ادارې ګارد دی خپاره شوي دي.

په خپاره شويو اسنادو کې د اوکراین د پیاوړتیا او دغه‌راز د واشنګټن د متحدینو په تړاو په ځانګړي ډول اسراییل او جنوبي کوریا او ترکیې په تړاو هم پټ اسناد شتون لري.

په دې اسنادو کې ځینې یې له افغانستان څخه په سیمه کې د داعش د ګواښونو په اړه دي.

په راپور کې راغلي چې داعش هڅه کوي د کیمیاوي وسلو او بې پیلوټه الوتکه هنر هم د نړۍ په ګوډ ګوډ کې خپل کړي.

همداراز دا ډله هڅه کوي، چې په بلجیم او یا فرانسه کې عراقي دیپلوماتان ونیسي او له خپلو ۴ زره زندانیانو سره یې تبادله کړي.

واشنګټن پوست لیکلي، د امریکا جمهوري‌غوښتونکي او د جو بایډن د حکومت منتقدین به له خپرو شویو اسنادو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې له افغانستانه د امریکا له وتلو سیاسي ګته واخلي.

د راپور له مخې امریکايي ځواکونو په دې تخلیه کې چې په چټکۍ سره وشوه ۱۲۰ زره افغانان وایستل او لسګونه زره امریکایي متحدین یې پر ځای پرېښودل.

داعش د تخلیې پر مهال د کابل هوایي ډګر ته څېرمه یو قوي ځانمرګی برید وکړ چې له امله یې۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

امریکایي ځواکونو هم‌مهاله د غچ اخیستو هڅه وکړه او پر یوه کور چې عام وګړي پکې اوسېدل هوایي برید یې وکړ او ۱۰ تنه د کابل ښاریان یې ووژل.

امریکایي چارواکو تر اوسه د دې اسنادو د کره‌والي په تړاو څه نه دي ویلي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند اډرین واټسن په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «دا هېواد د ترهګرو د له منځه وړلو وس نه لري.»

هغه په سومالیا کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په تړاو چې د داعش یو له مشرانو بلال السوډاني یې پکې ووژل شو وویل: «دا هېواد به په هر ځای کې راتلونکي پلان شوي ګواښونه له منځه یوسي.»

دا اسناد دغه‌راز ښیي، القاعده شبکه له وړاندې د اسامه بن لادن له لوري رهبري کیده د زوال له حالت سره مخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال په جولای کې کابل کې د یوه برید په لړ کې د القاعده شبکې څنډې ته شوی مشر ایمن الظواهري وواژه.