ښځې

افغان مېرمنې ملګرو ملتونو ته: ایا تاسو د طالبانو له خوا د شکنجو او نیولو شاهد نه یئ؟

A number of women protesters in Kabul. Dec. 2022. File photo.

د طالبانو په رسمیت پېژندلو د څرنګوالي په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالې د خبرو پروړاندې له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو وروسته، د دې سازمان ویاند په یوه خبري ناسته کې د امینه محمد د خبرو په هکله څرګندونې وړاندې کړې.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند وایي چې دغه سازمان د دوحې په ناسته کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه سلا مشوره کوي.

هغه ټینګار کړی، چې یوازې د ملګرو ملتونو غړي دولتونه کولای شي د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل: «اجازه راکړئ په روښانه توګه ووایم. تر ټولو لومړی د رسمیت پېژندلو موضوع په اړه، دا د ټولو غړو هېړادونو په لاس کې ده. دا یو واقعیت دی. دا (د ملګرو ملتونو) د منشور له مخې ده او په دې برخه کې هېڅ پوښتنه نشته. د ملګرو ملتونو مرستیاله افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د مبارزې په سر کې ده. هغه په کندهار، کابل او هرات کې په مستقیم ډول په دې هکله له طالبانو سره خبرې وکړې.»

هغه زیاته کړه: «زما په اند پرنسټون پوهنتون کې هغې (امینه محمد) په خبرو کې، د افغانستان په اړه د ګډې کړنلارې پر لرلو ټینګار وکړ چې په هېواد کې د اوږدمهاله لرلید لپاره د ګډو لارو موندل او د افغانستان ټولنې ته د یوه واحد پیغام لېږل پکې شامل دي.»

په همدې حال کې د امینې محمد وروستۍ څرګندونې د افغانستان د اعتراض‌کوونکو ښځو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي.

د اعتراض‌کوونکو ښځو غړې زرمینې پریاني په دې هکله وویل: «ایا تاسو په دې دوو کلونو کې د دروغو عمومي بښنې شاهد نه وئ؟ تاسو د نارینه‌وو په زندانونو کې د اعتراض‌کوونکو ښځو د ځپلو او بندي کولو شاهد نه وئ؟ تاسو ښوونځي، پوهنتون، پارک او رستورانتونو ته د افغان نجونو پر تلو د بندیز لګولو شاهد نه وئ؟ تاسو د طالب په زندان کې د سیاسي فعالانو، هنرمندانو او لیکوالانو د شکنجې شاهد نه وئ؟»

جینوا کې د افغانستان استازولۍ په یوه ټویټ کې له ملګرو ملتونو غوښتي ترڅو مسوولیت ومني او عادي موارد باید غیرعادي ونه‌ښيي.

د ملګرو ملتونو د استازې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو د څرنګوالي په اړه سلا مشورې په داسې حال کې مطرح شوې، چې طالبانو اوس‌مهال افغانستان کې ښځې د ملګرو ملتونو په سازمان کې له کار کولو منع کړې دي.

هغه موضوع چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې له خوا هم مطرح شوې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي جان ساپکو ټینګار کړی: «یوه بله موضوع هم ده چې تاسو اشاره ورته وکړه. او دا هغه چلند دی چې افغانان یې له خپلې ۵۰ سلنه ټولنې سره کوي. که تاسو په افغانستان کې یوه ښځه یاست، نو تاسو په زندان کې یئ. او دا هغه څه دي چې د غونډې یوه غړي یې په اړه خبرې وکړې. په غیردولتي بنسټونو او ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار بندیز د دې په مانا دی چې بېوزله ښځې چې له لوږې مري نه شي کولای د خوړو د پیدا کولو لپاره کار وکړي له دې امله کار نه شي کولای چې له نارینه محرم پرته سفر نه شي کولای. هغوی د ملګرو ملتونو په دفترونو کې کار نه شي کولای.»

ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان ناسته د غویي میاشتې پر یوولسمه او دوولسمه په دوحه کې ترسره شي.

د ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه په دې ناسته کې د طالب استازو حضور یا نه ګډون رد یا هم تایید کړی نه دی او طالبان هم نه غواړي په دې اړه څه ووايي.

ویل شوي چې دغه ناسته به د رسنیو له سترګو پټ د تړلو دروازو شا ته ترسره شي.