افغانستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز: په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت ډير د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز د “د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې” په مناسبت په خپل یو کلن راپور کې ویلي، چې په هېواد کې د رسنیو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی او د دغه وضعیت د دوام د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.

د ياد سازمان په دغه یو کلن راپور کې ویل شوي، چې پر رسنیو او ازادو خبریالانو محدودیتونه، د طالبانو له خوا د خبریالانو د پراخو نېونو دوام خلک اندېښمن کړي.

دغه سازمان وايي: “د ۲۰۲۳ کال له مۍ څخه تر اوسه پورې په هېواد کې رسنۍ او خبریالان د تېرې دورې په پرتله له خپلو اساسي او قانوني حقونو څخه د ګټې اخیستنې او ازادۍ په برخه کې له زیاتو محدودیتونو سره مخ شوي او حقونه یې په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.”

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د دغو محدودیتونو او د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د پراخې سرغړونې بنسټ د طالبانو لږ تر لږه ۱۷ رسنيزې لارښوونې دي، چې واک ته د دوی د راتګ له پیل راهیسې د رسنیو د قانون خلاف صادرې شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو په دې لارښوونو کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو او آزادیو څخه سړغړونې او پراخ بندیزونه شامل دي، چې په ملي راډیو او ټلویزیون کې د ښځو پر کار بندیز، د لارېونونو او د مدني اعتراصونو د خبري پوښښ منع، د خبرونو د چمتو کولو او خپرولو او د محتوا د تولید څرنګوالي په اړه د محدودیتونه، د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د نوم اخیستلو غوښتنه، د موسیقۍ په خپرولو بندیز، د ښځینه ژورنالیستانو مخ پټولو لازمي کېدنه،د رسنیو په تفریحي پروګرامونو کې له راڅرګندیدو د ښځو منع، په رسنیو کې د ښځو او نارینه وو د حضور جلا کول، د میرمنو د مرکو منع کول، چې په دې کې نارینه له ښځې اویا ښځه له نارینه سره مرکه ونکړي شامل دي.

دغه اداره وايي، رسنۍ دې د طالبانو له مخالفيو او منتقدینو سره له مرکو ډډه وکړي، د کورنیو رسنیو له لارې د بهرنیو راډیوګانو او ټلویزیونونو خپرونو بنديز، د طالب چارواکو له همغږۍ پرته د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو د سوداګریزو اعلانونو خپرولو منع، د طالبانو پر مسوولو چارواکو د نیوکې منع، له «جلاوطن» رسنیو سره دهمکارۍ منع او پر رسنیو فشار راوړل چې د «بهرنیو اصطلاحاتو» له کارولو ډډه وکړي، هغه نورې لارښوونې دي چې د طالبانو له خوا صادرې شوې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په تېرو دولسو میاشتو کې د طالبانو د مشرتابه او حکومت له چوکاټه د دا ډول لارښوونو خپرېدو واک ډير شوی او په ولایتونو کې د دوی ځینو چارواکو پر سيمه يزو رسنيو او خبریالانو هم سخت بندیزونه، محدوديتونه لګولي دي.

د دې ادارې موندنې ښيي، چې دغه لارښوونې په ځینو مواردو کې ډېرې پراخې او پېچلې دي، چې د خبریالانو پر کار، په رسنیو کې د پروګرامونو پر تولید او د هغوی د کار پر محتوا یې ناوړه اغېزه کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په راپور کې راغلي: “که څه هم طالب چارواکي د خبریالانو او رسنیو د لارښوونو د نه عملي کولو د پایلو په اړه په ښکاره خبرې نه کوي، خو د دغه مرکز موندنې ښيي چې هغه رسنۍ یا خبریالان چې دغه لارښوونې یې له پامه غورځولي، ګواښل شوي یا زنداني شوي او یا يې رسنۍ د لنډمهاله یا دایمي بنديزونوپه ګډون له مجازاتو سره مخامخ شوې دي.

دغه بنسټ وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې په هېواد کې د رسنیو او خبريالانو له ازادۍ د سرغړونو ۱۳۶ پېښې ثبت کړي، چې ۷۳ د ګواښونو او ۶۴ خبریالانو نیول پکې شامل دي.

د دغه مرکز د څرګندونو پر بنسټ، په دې موده کې د پېښو شمېر د تېر کال د ثبت شوو ۲۱۳ پېښو په پرتله کموالی ښيي، چې د شمېرو د کموالي له پلوه هيله بښونکي دي.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، چې له دې کمښت سربېره؛ د جوړښت له پلوه د محدودیتونو اندازه نه یوازې کمه شوې نه ده، بلکې زیاته شوې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د رسنیو په چارو کې د طالبانو د استخباراتو د څانګې د مداخلې ترڅنګ د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت رول هم د وخت په تېرېدو سره د یوه لارښود په توګه ډېر شوى دى. او دغه وزارت د خبريالانو د احضارولو بهير زيات کړی دی.

د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي چې دغه وزارت د رسنیو د لارښوونو د نه مراعاتولو په تور له خبریالانو پوښتنې ګروېږنې کوي اود امربالمعروف او نهى عن المنکر په نوم د هغوی د نیولو امر کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په تېرو دولسو میاشتو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د محدودیتونو د سختولو لکه د خپرېدو مخکې او وروسته پر رسنيو د څارنې او پرخبریالانو د فشار د زیاتېدو نورې بڼې هم رامنځته شوې؛ چې په ټولنيزو شبکو کې د خبريالانو پر فعاليت او اقتصادي فشار زياتول د طالبانو له خوا عملي شوي دي.

د دې ترڅنګ د افغانستان د خبريالانو د مرکز څېړنې ښيي چې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډيو، تلويزيون او د باختر خبري اژانس ته د رسمي پېښو د پوښښ لپاره لومړيتوب ورکول کېږي او خصوصي رسنۍ په ځانګړې توګه په لرې ولایتونو کې دا ډول مراسمو ته نه بلل کیږي.

د خبريالانو مرکز وايي، په ورته وخت کې له اقتصادي اړخه پر خصوصي رسنيو فشار؛ په ځانګړې توګه د مالیاتو دبې ساري زیاتوالي او د جوازونو د نوي کولو اضافي لګښتونه هم د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

دغه بنسټ د دې وضعیت د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او له طالبانو یې غوښتي چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي او رسنیو او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د عامه رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ له خپلو حقونو برخمن شي.