سویلي آسیا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته ځي

ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای د همکارۍ سازمان په ناسته کې د ګډون لپاره هند ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي ښاغلی زرداري د یوه پلاوي په مشري په هغه ناسته کې د ګډون لپاره تللی چې د مې په څلورمه او پنځمه نېټه د هند په ګوا ښار کې جوړېږي.

دغه وزارت ویلي: «په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو د وزیر ګډون د شانګهای د همکارۍ سازمان منشور او اصولو او ارزښت ته د پاکستان د تلپاتې ژمنې ښودنه کوي چې پاکستان په سیمه کې د خپل بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې ورته قایل دی.»  

په تېره یوه لسیزه کې دا هند ته د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکی لومړنی سفر دی.

په وروستي ځل په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره هند ته تللی و.

دا په داسې حال کې دي چې له کلونو راهیسې په اټومي وسلو سمبال دوو ګاونډیو هېوادونو اړیکې تل ترینګلې وې.

دواړه هېوادونه تراوسه درې ځله پر کشمیر د واکمنۍ پر سر جنګېدلي او اوس دواړه هېوادونه پر کشمیر نسبي واکمني لري.

نوي ډيلي تل اسلام آباد له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.

خو پاکستان دا تور رد کړی او وايي چې اسلام آباد یوازې له هغو کشمیریانو چې د خودمختارۍ غوښتونکي دي «دیپلوماتیک» او «اخلاقي» ملاتړ کوي.