افغانستان

سیګار: احتمالاً طالبان د امریکا په مرستو تمویلېږي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي بنسټ (سیګار) مسوول جان ساپکو د امریکا د استازو جرګې ته ویلي، هېڅ تضمین نشته چې د واشنګټن مرستې «په اوسني وخت کې طالبان تمویل نه کړي.»

ښاغلي ساپکو چې د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمیټې په ناسته کې یې خبرې کولې وویل: «په داسې حال کې چې زه موافق یم، او ټول موافق یو چې افغانستان له ناوړه اقتصادي او انساني وضعیت سره مخ دی، ډېره مهمه ده چې زموږ له مرستو د طالبانو له خوا ناوړه ګټه پورته نه کړي.»

نوموړی زیاتوي: «له بده‌مرغه نن چې دلته ناست یم، زه نشم کولای دغې کمیټې او امریکایي مالیه ورکوونکو ته ډاډ ورکړم چې په اوسني وخت کې له طالبانو سره مالي مرستې نه کوو او تاسو ته ډاډ نشم درکولای هغه پیسې چې موږ یې د نظر وړ ترلاسه کوونکو ته چې د افغانستان بې وزله وګړي دي، لېږو طالبان یې د ځان په ګټه ونه لګوي.»

ښاغلي ساپکو وویل: «ما پر ټلویزیون یو وږی طالب جنګیالی نه دی لیدلی، داسې ښکاري چې دوی چاق، چوپ او خوښ دی. زه پر ټلویزیون د افغانستان وږي ماشومان وینم، له دې امله حیران یم چې دا دومره مرستې چېرته ځي.»

له بلې خوا، جان ساپکو د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې د بایډن دولت اړ کړي ترڅو د امریکا له وتلو او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د سیګار د پلټنو په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي تېر کال په دې برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر نه همکارۍ نیوکه کړې وه.

ساپکو وویل: «موږ د بهرنیو چارو وزارت او تر یوه حده د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا ددې شک او ځنډ د مخنیوي لپاره ستاسو مرستې ته اړتیا لرو.ِ»

نوموړي زیاته کړه: «تر ټولو د اندېښنې وړ دا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پراختیا ادارې خپلو کارکوونکو ته حکم کړی چې له سیګار سره خبرې ونه کړي او په یوه وروستي مورد کې د بهرنیو چارو وزارت خپل یوه قراردادي ته وویل چې د سیګار له خوا په مالي پلټنه کې ګډون ونه کړي.»

سیګار همداراز زیاته کړې چې دا دفتر له دې مخکې له پنټاګون څخه د مالوماتو اخیستو لپاره هم له یو لړ ستونزو سره مخ شوی و.

له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي: «د سیګار پلټنه د افغانستان اړوند څارنې مهمه برخه ده، موږ د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته پېښو په اړه د سیګار د صلاحیتونو اړوند یو لړ پوښتنې مطرح کړې چې نه حل شوې پاتې دي.»

اخوا، د سپينې ماڼۍ ویاند کارین جان پيير د چهارشنبې په ورځ په خبري ناسته کې د سیګار د پلټنو په بهیر کې د سپينې ماڼۍ د خنډونو د ادعا په اړه وویل: «دولت تل اړوند مالومات وړاندې کړي چې زرګونه پاڼې اسناد، پوښتنو ته لیکلي ځوابونه، د دواړو ګوندونو د غړو او د دوی د کارکوونکو لپاره سلګونه ناستې، د لوړپوړو چارواکو له خوا د کانګرس عمومي بیانونه پکې شامل دي.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی په داسې حال کې د امریکا استازو جرګې ته شاهدي ورکوي چې دغې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې کابو ۱۷۵ زره د امریکا وېزو غوښتونکي د خپلو غوښتنو د ارزولو په تمه دي، خو د امریکا اداره د دغو غوښتنو د ارزولو لپاره د کاري ځواک له کمښت سره مخ ده.

د رپوټ له مخې، په اوسني بهیر سره به ۳۱ کاله وخت ونیسي چې امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو وېزو (SIV) غوښتونکي په امریکا کې ځای‌پرځای شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره چې په لومړیو کې یې کله چې امریکا په افغانستان کې پراخ حضور درلود په دې هېواد کې یې د امریکا پر لګښتونو د څارنې مسوولیت درلود، اوس له افغانستانه له وتلو راهیسې له دې هېواد سره د څه د پاسه اته میلیارد ډالره ځانګړې مرستې په اړه څارنه لري.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له طالبانو سره د مستقیم چلند پرځای، هڅه کړې دا پیسې د نړیوالو سازمانونو او نادولتي بنسټونو له لارې ولېږي.

سیګار راپور ورکړی چې د امریکا له څارونکو پرته، دا مرستې د نظر وړ کسانو ته له رسېدو مخکې، د طالبانو له خوا منحرفې کېږي.

سیګار لیکلي چې له امریکایي څارونکو پرته دا مرستې، د ناسمو کسانو له خوا حیف و میل او ترې ناوړه ګټه پورته کېږي.