افغانستان

امیر عبداللهیان: موږ پر اوبو د ایران له حقه سترګې نه پټوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان یو ځل بیا له افغانستان سره د اوبو د حق په اړه د تهران پر ادعا ټینګار وکړ او وې ویل تهران به پر اوبو د ایران له حقه سترګې پټې نه کړي.

امیرعبداللهیان د دوشنبې په ورځ پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل چې تېره اونۍ یې په ازبکستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د اوبو د مسلې په اړه خبرې کړې دي.

امیرعبداللهیان لیکلي: «د افغانستان د موقتې واکمنۍ پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست ښاغلي متقي سره په سمرقند ښار کې په وروستیو مذاکراتو کې مې، له هلمند سیند څخه د ایران د حقابې په اړه مو په تفصیل سره ټینګار وکړ.»

د نوموړي په وینا، طالبانو همداراز پر دغو اوبو د ایران د حق پر ژمنتیا ټینګار وکړ. «موږ موافق یو چې چټک اقدامات ترسره کړو، موږ پر اوبو له حقه سترګې نه پټوو.»

له بلې خوا، هغه روښانه نه کړه چې دا «چټک اقدامات» به څه وي.

عبداللهیان او مقتي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د سمرقند د ناستې په څنډه کې چې ددغه هېواد د وضعیت د څېړلو په موخه جوړه شوې وه، سره وکتل.

ایران او افغانستان د اوبو د ګډو سرچینو پر سر اوږده اختلافات لري. تهران په تېرو وختونو کې کابل پر هلمند سیند د بندونو په جوړولو ددې سیند د اوبو بهیر په محدودولو تورن کړی دی.

دا سیند چې کابل ته نږدې له هندوکش غرونو سرچینه اخلي، کابو ۱۱۲۷ کیلومتره واټن کچ کوي او د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کې هامون سیند ته له رسېدو مخکې سویلي سیمو ته ځي.

د اوبو د وېش تړون پر اساس چې په ۱۹۷۳ کال کې لاسلیک شوی، افغانستان ژمن شوی چې په منځني ډول په کال کې ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړي.

په تېره جولای میاشت کې عبداللهیان طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د اوبو نه حل شوې ستونزه د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاریو اغېز کولای شي او هغه یې د طالبانو دولت د ژمنو «مهمه برخه» وبلله.