نړۍ

د سوډان نښتو د تلفاتو شمېر ۱۸۵ تنو ته ورسېد؛ امریکا ښکیلو لوریو ته خبرداری ورکړ

د ملګروملتونو سازمان اعلان کړی چې د سوډان د پوځ او «چټک غبرګون ځواکونو» په نوم ملیشه ځواکونو ترمنځ نښتو په پایله کې تر دوشنبې ورځې پورې لږ ترلږه ۱۸۵ تنه مړه او څه د پاسه ۱۸۰۰ نور ټپیان شوي.

په سوډان کې له لېږد سره د مرستې ماموریت رییس فولکر پرتس، د تړلو دروازو ترشا د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا ته جزییات وړاندې کړي دي.

پرتس ویلي چې په سوډان کې وضعیت ترینګلی دی او تراوسه هېڅ یوه لوري د مذاکراتو لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې.  

سختې نښتې د شنبې په ورځ پیل شوې او دواړو لوریو پر یو بل له ټانګونو، توپونو، الوتکو او نورو درنو وسلو کار اخیستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ د اوه ډلې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په پای کې وویل چې په سوډان کې د امریکا د ديپلوماتانو پر کاروان برید شوی، خو چا ته زیان نه دی رسېدلی.

بلینکن زیاته کړه چې نوموړي د وسله والو ځواکونو له قوماندان جنرال عبدالفتاح البرهان او د «چټک غبرګونو ځواکونو» له مشر په «حمیدتي» مشهور جنرال محمد حمدان داګالو سره په جلا جلا ډول خبرې کړې او خبرداری یې ورکړی چې امریکايي دیپلوماتانو ته هر ډول خطر د واشنګټن لپاره د نه منلو وړ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ټینګار وکړ: «په هغو خبرو کې چې نن سهار مې له جنرال حمیدتي او برهان سره وکړې، په ښکاره مې ورته وویل، هر ډول برید، ګواښ او خطر چې زموږ د ديپلوماتانو لپاره رامنځته شي، په بشپړ ډول د نه منلو دی.»

بلینکن همداراز له ښکېلو لوریو غوښتي چې پر ۲۴ ساعته اوربند هوکړه وکړي ترڅو خلکو ته د اړتیاوړ مرستې ورسېږي.

هغه زیاته کړه: «له دوی مې وغوښتل چې له ۲۴ ساعته اوربند سره هوکړه وکړي ترڅو سوډانیانو ته اجازه ورکړ شي له خپلو کورنیو سره یو ځای شي او د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړي.»

له بلې خوا، د «چټک غبرګون ځواکونو» مشر په یوه ټویټ کې ویلي، په هغه اړیکه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لرلې نوموړي ته یې ډاډ ورکړی، تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې به د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.»

د سوډان دوه ډلو په ۲۰۱۹ کال کې په پوځي کودتا سره عمرالبشیر له دېرشو کلونو وروسته له واک څخه ګوښه کړ. دا نښتې ملکي دولت ته د حکومت د سپارلو لپاره د پوځ اقداماتو د یوې برخې په توګه د شنبې په ورځ د سوډان د دوو ډلو ترمنځ له پوځ سره د «چټک غبرګون ځواکونو» د یو ځای کولو پر سر د اختلاف له امله، پیل شوې.

په اوسني وخت کې پوځي ولسمشر او مرستیالان یې په سوډان کې د سختو نښتو اصلي لوري دي چې د یوې پراخې کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.