افغانستان

د آزادۍ جبهه: طالبانو د سالنګ نښتو د قربانیانو مړي د دوی کورنیو ته نه دي سپارلي

د آزادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې د ټولنیزو شبکو له ټولو کاروونکو غوښتي، ترهغه چې د قربانیانو مړي د دوی کورنیو ته نه وي سپارل شوي ناموثق خبرونه په دې اړه خپاره نه کړي.

د آزادۍ جبهې په دې خبرپاڼه کې چې شنبې د وري میاشتې په ۲۶مه یې خپره کړې ویلي په سویلي سالنګ کې له طالبانو سره په جګړه کې د دې جبهې د څو غړو له وژل کېدو د ۵ ورځو په تېرېدو سره، لا هم د قربانیانو مړي د دوی کورنیو ته نه دي سپارل شوی.

این جبهه در خبرنامه‌ی خود می‌گوید که طالبان تاکنون تنها جسد یک تن از قربانیان این درگیری را به خانواده‌اش تسلیم کرده‌اند؛ اما اجازه نداده‌اند تا مراسم جنازه و فاتحه خوانی برای او برگزار شود.

دغې جبهې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تراوسه ددغو نښتو د یوه قرباني مړی د هغه کورنۍ ته سپارلی؛ خو اجازه یې نه ده ورکړې چې د هغه د جنازې او فاتحې مراسم ترسره کړي.

د آزادۍ جبهې ویلي، که څه هم د سره صلیب نړیواله کمیټه له کورنیو سره یو ځای د تېرې اونۍ د سه شنبې نښتو د قربانیانو د مړو د سپارل ولپاهر هڅه کوي، خو تراوسه دغو هڅو کومه پایله نه ده لرلې.

د آزادۍ جبهې د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ له طالبانو سره په سویلي سالنک کې د اکمل امیر په قوماندانۍ د خپلو ځواکونو د نښتې خبر ورکړ او په پروان کې یې د بصیر اندرابي، فهیم سالنګي، برهان اندرابي، عبدالصبور فاریابي او قربانعلي بامیاني وژل کېدل تایید کړل.

که څه هم د طالبانو دفاع وزارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د آزادۍ جبهې پوځي مسوول اکمل امیر له خپلو اوو ملګرو سره په پروان کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی، خو د آزادۍ جبهې د خپل دغه قوماندان وژل کېدل نه دي تایید کړي.

له دې پېښې وروسته طالبانو په تېرو پنځو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې داسې تصویرونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د اکمل امیر دي خو د آزادۍ جبهې او د اکمل امیر خپلوانو تراوسه د هغه مړینه نه ده تایید کړې.

د آزادۍ جبهه له ټولو هېوادوالو غواړي چې ددې جبهې د غړو د وژل کېدو په اړه پر اوازو باور ونه کړي.

آزادۍ جبهې همداراز د ټولنیزو شبکو له ټولو کاروونکو غوښتي، ترهغه چې د ټولو قربانیانو مړي د دوی کورنیو ته نه دي سپارل شوی او د پېښې جزییات نه وي روښانه شوي د ناموثقه مالوماتو له خپرولو دې ډډه وکړي.

دغې جبهې یو ځل بیا د طالبانو له خوا د آزادۍ جبهې غړو د کورنیو او خپلوانو د ځورولو خبر ورکړ او له دفاع کوونکو بنسټونو او ملګروملتونو سازمان څخه غواړي دې مسلې ته پام وکړي.

له بلې خوا، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مقاومت جبهې غړو پر کورونو او خپلوانو برید او د دغو یو شمېر کسانو نیول غندلي دي.

دغه کمېسیون ویلي چې طالبان باید تر خپل امر لاندې کسانو د ظالمانه کړنو مخنیوی وکړي او «بې ګناه» نیول شوي کسان خوشي کړي.