افغانستان

هرات کې د سړک غاړې پلورونکي: طالبانو ته له ۱۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو مالیه ورکوو

هرات کې یو شمېر د سړک غاړې پلورونکي وایي چې د نوي مالي کال له پیل راهیسې هره میاشت ښاروالۍ ته له ۱۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو مالیه ورکوي.

د دوی په وینا له هر پلورونکي د هغه د امکاناتو له مخې تر ۳۰۰ افغانیو پورې مالیه اخیستل کېږي.

هغوی وایي، چې مخکې یې مالیه نه ورکوله، خو اوس په داسې حال چې د پلور بازار هم خراب شوی اړ دي له خدماتو پرته ښاروالۍ تر خپل وس پورته مالیه ورکړي.

د واټ غاړې یو پلورونکی محمد عارف وایي: «مخکینې دولت کې موږ مالیه نه ورکوله، خو اوس هره میاشت ښاروالۍ ته ۳۰۰ افغانۍ ورکوو.»

اخوا د هرات ښار یو بل د واټ غاړې پلورونکی سردار محمد وایي: «په دې ښار کې کاروبار نشته. ښاروالي هره میاشت کابو ۳۰۰ افغانۍ مالیه اخلي او موږ هم اړ یو چې ور یې کړو.»

له بل لوري یو شمېر غرفه‌لرونکي وایي چې د بازار د نشتوالي په دې ناوړه وضعیت کې هر میاشت ښاروالۍ ته له درېیو تر څلور زره افغانۍ کرایه او مالیه ورکوي.

هرات ښار کې یو غرفه‌لرونکی محمد رحیم وایي: «د کاروبار وضعیت چندان ښه نه دي. دا هر څه د وزګارۍ له امله دي، ځکه خلک پیسې نه لري او له بل پلوه زموږ د غرفو کرایې لوړې دي. له مسوولینو زموږ غوښتنه دا ده چې بازار ته پام وکړي او موږ ته اجازه راکړي چې خپل کاروبار وکړو.»

په همدې حال کې د هرات ښاروالي د دې موضوع په تاییدولو وايي، د دې مالیې په بدل کې به غرفه‌لرونکو او د سړک غاړې پلورونکو ته خدمات وړاندې کړي.

اخوا، هرات کې د طالبانو د ښاروالۍ ویاند ناصر آرمل وايي، چې دا کمه اندازه پیسې دي او د ښار پر پاکولو لګول کېږي.

هغه ټینګار وکړ: «کومه مالیه چې له دوی اخیستل کېږي ډېره کمه اندازه پیسې دي د بېلګې په توګه سل یا ۱۵۰ افغانۍ، همداراز څوک چې وس نه لري له هغوی نه اخیستل کېږي او همدارنګه د ښاروالۍ ریاست د سړک غاړې پلورونکو ته د خدماتو د وړاندې کولو په هڅه کې دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د وزګارۍ د زیاتېدو له امله په ښارونو کې د سړک غاړې پلورونکو شمېر په بې‌مخینې توګه زیات شوی دی.