افغانستان

د تقاعد عُمر له دوه کلونو زیاتوالي سره د فرانسویانو پراخ مخالفت

په تېرو دوو میاشتو کې د فرانسوي اوسېدونکو د تقاعد په قانون کې د مکرون دولت د وړاندیزي اصلاحاتو په وړاندې مخالفت کړی دی.

د فرانسې خلک وايي چې له ۶۲ څخه ۶۴ کلنۍ ته د تقاعد د عُمر له زیاتوالي سره مخالف دي.

د ښار د پاکولو په برخه کې د پاریس ښاروالۍ کارکوونکو د پنجشنبې په خپل کاربندیز له سره پیل کړ.

تمه کېږي چې د چاڼ ځایونو کارکوونکي او ښوونکي هم له اعتراض کوونکو سره یو ځای شي.

دا په داسې حال کې دي چې ډېری خلک ددې هېواد د ولسمشر امانوئل مکرون د تقاعد قوانینو له اصلاحاتو سره مخالف دي.

اعتراض کوونکو دغه ښار ته نږدې د کثافاتو سوځولو مرکز ته د کثافاتو لېږدونکو موټر د ورتلو مخنیوی وکړ.

یو اعتراض کوونکی کویک جفروتین وايي: «په اوسني وخت کې، موږ په ۶۲ کلنۍ کې تقاعد کېږو، امانوئل مکرون له موږ غواړي په ۶۴ کلنۍ کې تقاعد وکړو او غواړي چې دوه کاله نور هم کار وکړو چې د منلو وړ نه ده، ځکه د تقاعد سیستم تلپاتې نه دی، تمویلېږي کارندوالی لري. له دې امله ډېری فرانسویان او له لسو اته کسان دا قانون ردوي.»

دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ د تقاعد په قانون کې د نویو اصلاحاتو په اړه د فرانسې د اساسي قانون په شورا کې رای ګېري وشي.

که دا شورا، دغه قانون ته شین څراغ وښيي د مکرون دولت به له خبرداریو سره سره دا حق ولري چې قانون په رسمي توګه نافذ کړي. تمه کېږي چې د اساسي قانون په رایې ورکولو د فرانسې په ښارونو کې پراخ اعتراضونه پای ته ورسېږي.