نړۍ

په امریکا کې د یوه بانک کارکوونکي خپل څلور همکاران ووژل او د برید بهیر يې په ژوندۍ بڼه خپور کړ

په امریکا کې د دوشنبې په ورځ د بانک یوه کارکوونکي د خپل کار په ځاي کې برید وکړ او څلور همکاران یې وژلي او نهه نور یې ټپيان کړي دي.

دا پېښه د دوشنبې سهار ۸:۳۰ د امریکا د کنتاکي ایالت په لوییزویل ښار کې وشوه او بریدګر د برید بهیر په ژوندۍ بڼه په انټرنیټ کې خپور کړ.

د «لوویزویل» د مترو پولیسو ادارې ویلي چې برید کوونکی ۲۳ کلن کانرسترجن او د «اولډنیشنل بانک» کارکوونکی و چې د پېښې په ځای کې په ډزو سره ووژل شو.

د لوییزویل ښار د پولیسو رییس ژاکلین ګوین ویلارویل خبریالانو ته وویل چې بریدګر وسله لرله او پر خپلو همکارانو د برید بهیر یې په ژوندۍ بڼه د انټرنیټ له لارې خپور کړی دی.

د لوییزویل ښار د پولیسو رییس ژاکلین ګوین ویلارویل زیاته کړه: «شکمن کس پر مامورینو ډزې وکړې، وروسته موږ د ډزو ځواب ورکړ او ګواښ مو ودراوه. شکمن کس مړ شو، دا یوازینی مورد دی چې زه په دې اړه د شکمن کس نوم واخلم، شکمن کس د کارنر سترجن په نوم پېژندل شوی، ۲۳ کلن سپين پوستی کس چې په اولډنیشنل بانک کې یې کار کاوه.»

پولیسو همداراز اعلان کړی چې په دې پېښه کې ۴۰ کلن جوشوا باریک، ۴۵ کلن جولیانا فارمر، ۶۴ کلن جیمز توت په نوم د بانک درې کارکوونکي او د بانک مرستیال توماس الیوت ووژل شول.

د لوییزویل ښاروال کریګ ګرینبرګ ټینګار وکړ: «روښانه ووایم چې څه پېښ شول، دا له تاوتریخوالي ډک شیطاني عمل و او ددې تراژيدۍ له امله لږ لیرې ودانۍ کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړ او په یوه هدفي تاوتریخوالي کې یوه ښځه په مرمۍ وويشتل شوه. داسې ښکاري چې دواړه پېښې په بشپړ ډول ارتباط نه سره لري، خو په دواړو کې کسان قرباني شول. په دواړو کې خلک غمجمن او خواشیني شول.»

له بلې خوا، په دغو ډزو کې د پولیسو د دوو افسرانو په ګډون نهه تنه ټپيان شوي دي.

د روغتون د مسوولینو په وینا یو افسر ۲۶ کلن دی او پر سر په مرمی لګېدلی او وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

تراوسه د خپل کار په دفتر کې له برید څخه د کانر سترجن انګیزه نه ده روښانه شوې.

هغه له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ کال پورې د دې بانک د کار زده کوونکي په توګه کار کړی او په ۲۰۲۲ کال کې په رسمي توګه ګمارل شوی و.

پولیسو همداراز ویلي چې سترجن جرمي مخینه نه لرله.