روغتیا

د هېواد په لوېدیځ کې د سینې سرطان درملو له نشتوالي د ناروغانو شکایت

په هرات کې د روغتیا برخې مسوولین وايي چې په لوېدیځه حوزه کې د سینې سرطان د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

ددغو مسوولینو په وینا په تېر یوه کال کې ددغو ناروغانو شمېر دېرش سلنه زیات شوی او که دا ناروغي د ښځو ترمنځ کنټرول نه شي، ښايي زیات خطرونه ورته ولري.

د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې د سرطان څانګې متخصص او مسوول ډاکتر فاروق صدیقي وايي چې له هرو لسو ناروغانو چې هره ورځ ورته مراجعه کوي، لږ ترلږه پنځه یې د سینې په سرطان اخته دي.

د نوموړي په وینا له دې ناروغۍ د ښځو د نه پوهاوي له امله ددغو ناروغانو شمېر زیات شوی او ددې ناروغۍ په لوړه کچه کې د کیموتراپي درملو د نشتوالي له امله له هېواده بهر ته د تلو لپاره اړ کېږي.

صدیقي ټینګار وکړ: «ددې ناروغۍ په اړه نه پوهاوی او د نامناسبو خوړو کارول په ښځو کې د دغه ډول سرطان د زیاتوالي لاملونه دي چې ډېری په پرمختللې او څلورمه درجه کې موږ ته مراجعه کوي او په هېواد کې د کیموتراپي درملو د نشتوالي له امله دوی اړ دي له هېواده بهر ولاړ شي.»

له بلې خوا، یو شمېر مېرمنې چې په دې ناروغۍ اخته دي وايي چې د هېواد په روغتونونو کې د کافي درملو د نشتوالي له امله دوی اړ دي د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره له هېواده بهر ته ولاړې شي.

د دوی په وینا ددغو ناروغانو د درملنې لګښت زیات دی او له دولت څخه د دوی د درملنې لپاره د لګښت غوښتونکي دي.

د غور اوسېدونکې زهرا د سینې په سرطان اخته ده چې هرات ته د درملنې لپاره راغلي. هغه وايي: «سره له دې چې ښه اقتصادي وضعیت نه لرم او مجبوره یم چې د درملنې لپاره په لوړ لګښت له هېواده بهر ته ولاړه شم ځکه زموږ لپاره د درملنې زمینه برابره نه ده.»

یوه بله مېرمن سهیلا چې د سینې په سرطان اخته ده وايي، د ناروغۍ درملنه لوړ لګښت لري او د ورکولو وس یې نه لري.

نوموړې له حکومته غواړي په سرطان له اخته ناروغانو سره همکاري وکړي.

سهیلا وویل: «هره نسخه مې پنځه تر شپږ زره کېږي چې د ورکولو وس یې نه لرم درمل ډېر ګران دي، له دولت څخه غواړم چې راسره مرسته وکړي.»

له بلې خوا، د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین د دې ناروغۍ د زیاتېدو په تایید سره وايي چې خلکو ته د سرطان په اړه د عامه پوهاوي لپاره هڅه کوي.

په هرات کې د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد آصف کبیر وایي چې په تېرو څو کلونو کې په ښځو کې د سینې سرطان زیات شوی او لامل یې ددې ناروغۍ په اړه د ښځو ته د سمې اطلاع رسونې نشتوالی دی.

د ښاغلي کبیر په وینا په تېرو څو کلونو کې شپږ زره او ۶۸۰ ښځې په دې ناروغۍ اخته دي او ۳۶۰ تنه یې په هېواد کې د امکاناتو د نشتوالي له امله له هېواده بهر درملنې ته اړتیا لري.

د نړۍ د روغتیا سازمان له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، له هرو اتو مېرمنو یوه د سینې په سرطان اخته کېږي او په افغانستان کې له زېږون وروسته د سینې سرطان د میندو د مړینې دوهم لامل ګڼل کېږي.