افغانستان

د «موسی شاهین» وضعیت ته د پاملرنې لپاره د بشري حقونو له بنسټونو د هغه د کورنۍ غوښتنه

د محلي سندرغاړي موسی شاهین کورنۍ د بشري حقونو له دفاع کوونکو بنسټونو غواړي چې د نوموړي وضعیت ته پام وکړي.

د موسی شاهین ورور آمو ته وايي چې نوموړی په زندان کې ناروغ دی، خو درملو ته لاسرسی نه لري.

عبدالوهاب عاصم زیاتوي، په تېرو ۷۵ ورځو کې چې ورور یې د طالبانو په بند کې دی، مور یې تونېدلې دوه ځله هغه د زندان له ښیښې تر شا د څو شېبو لپاره وویني.

د شاهین ورور وایي چې د ورور روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی، خو طالبان دوی ته اجازه نه ورکوي چې درمل ورته برابر کړي او یا یې روغتون ته بوځي.

د موسی شاهین ورور عبدالوهاب عاصم زیاتوي: «د پنجشېر ولایت د قرصک سیمه ییز سندرغاړی موسی شاهین له دوه نیمو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، په دې موده کې یې روحي او فزیکي شکنجه لیدلې او د بډوډو له ناروغۍ سره مخ شوی دی. مخ یې پړسېدلی او وضعیت یې خراب دی، طالبان د درملنې اجازه نه ورکوي موږ ته هم د درملو د برابرولو اجازه نه راکوي.»

هغه څرګنده کړه چې په دې موده کې موږ دوه ځله بریالي شوي یو چې د ښیښې تر شا یې ووینو. «موږ د بشري حقونو له بنسټونو غواړو چې شاهین ته پام وکړي، له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې نوموړی خوشی کړی ځکه هغه کوم جرم او جنایت نه دی کړی یو عادي وګړی دی له هېڅ ګوند او بهیر سره تړاو نه لري.»

له بلې خوا، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړی شکرالله مشکور، له طالبانو غواړي ټول خبریالان، مدني فعالین او هنرمندان چې نیول شوي ژر ترژره یې خوشي کړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دا غړی وایي، هېڅوک د مدني فعالینو او له بشري حقونو د دفاع کوونکو د نیولو او تر فشار لاندې راوستو حق نه لري.

هغه وویل: «پر مدني فعالانو او د بشري حقونو پر دفاع کوونکو باید فشار رانه وړل شي او هېڅوک باید د مدني، کلتوري او د خلکو له بشري حقونو د فاع په تور ونه نیول شي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له طالبانو غواړي چې ژرترژره ټول هغه کسان چې په بېلابېلو تورونو نیول شوي خوشي کړي او باید د بشري حقونو ارزښتونو او عادلانه محاکمې اصولو ته جدي پام وکړي.»  

د افغانستان د موسیقي انستیتوت مخکیني رییس احمد سرمست ددغه محلي سندرغاړي د خوشي کولو لپاره ټویټري کمپاین پیل کړی دی.

د بشري حقونو فعاله نرګس سادات، د «قلم لار» بنسټ مشر مطیع الله ویسا، د پوهنتون استادان ذکریا اصولي او رسول پارسي، خبریال مرتضی بهبودي او د هموطن غږ کلتوري او هنري بنسټ مشر سید محمد حسیني هغه کسان دي چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دي. طالبانو تراوسه یوازې د مطیع الله ویسا نیول کېدل په رسمي توګه تایید کړي دي.