افغانستان

له افغانستانه د امریکا د وتلو بهیر په اړه د سپيڼې ماڼۍ د ارزونو په وړاندې غبرګونونه

File photo.

د امریکا د استازو جرګې د څارنې او ځواب ویلو کمیټې رییس جیمز کامر، له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د سپينې ماڼۍ ارزونې غندلې دي.

نوموړی وایي: «ولسمشر بایډن او حکومت یې د شاتګ پرمهال څو تېروتنې وکړې چې د دیارلسو پوځیانو د وژل کېدو لامل شوې، امریکایان یې لالهانده کړل او اجازه یې ورکړې چې د امریکا پوځي وسایل د طالبانو لاس ته ورشي، کانګرس ته د مالوماتو په ورکولو کې د بایډن دولت ناغېړي کړې او آن د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي د پلټنو مخنیوی یې کړی دی.»

د جیمز کامر په بیانیه کې راغلي چې د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمیټه به د اپرېل په نولسمه نېټه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او امریکا د نړیوالې پراختیا آژانس د څارونکو په ګډون استماعیه ناسته ترسره کړي.

له بلې خوا، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې جمهوري غوښتونکي رییس مایکل مک کال د پنجشنبې په ورځ له افغانستان د امریکا د وتلو په اړه د سپينې ماڼۍ پر ارزونې نیوکه وکړه. ښاغلي مک کال، جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډۍ ډک وتلو مسوول بللی دی.

مک کال په یوه بیانیه کې وویل: «د سپينې ماڼۍ د نن ورځې د خبري ناستې بهیر له شرم او سپکاوي ډک و. ولسمشر بایډن د شاتګ پرېکړه وکړه او آن کره نېټه یې وټاکله. هغه د لویو ماتو او پلانونو د اجرا مسوول دی.»

د امریکا دفاع وزیر لوېد استین دا څېړنه د اطلاع رسونې لپاره مهم ګام بللی، هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د جګړې کمېسیون د هڅو په ګډون نورو ارزونو څخه ملاتړ به د شل کلنې جګړې د بیا کتنې لپاره وي.

سپينې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ له افغانستانه د دغه هېواد له ګډوډۍ ډک وتلو په اړه خپل راپور کانګرس ته ولېږه او د ګډوډۍ لامل یې هغه هوکړه وبلله چې د امریکا مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ له وتلو یو کال مخکې له طالبانو سره کړې وه.

د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جان کربي د پنجشنبې په شپه په خبري ناسته کې، له ګډوډيو ډک وتل د ټرمپ د دوحې هوکړې له امله وبلل او وې ویل چې بایډن «د خپلو سلاکارنو د تر ټولو غوره قضاوت پربنسټ عمل کړی دی.»

جان کربي وویل: «لومړی او تر ټولو مهم، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر سمه پرېکړه وه. امریکا ډېره موده مخکې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په اړه چې د سپتمبر په یوولسمه یې پر موږ برید کړی و او د امریکا لپاره له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ د پای ته رسولو لپاره خپل ماموریت پای ته رسولی و.»

کربي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ددې راپور په پایله کې د شاتګ اړوند نور چارواکي به له خپلو دندو ګوښه شي که نه وویل چې ددې راپور موخه «ځواب ویل نه دي.»

کربي زیاته کړه: «له اقدام وروسته بیا کتنه یو دود چاره ده خو هغه څېړنه نه ده، مهم دا ده چې د دوی له تجربو څه زده کړو.»

ددغه دوولس مخیز راپور په لنډیز کې چې د سپینې ماڼۍ له خوا خپور شوی راغلي: «ولسمشر ټرمپ زموږ له متحدینو او شریکانو سره له مشورې او یا د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې د ګډون لپاره افغان حکومت له اجازې ورکولو پرته له طالبانو سره د مستقیمو خبرو حکم صادر کړ. د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې ولسمشر ټرمپ د سپمبر د یوولسمې په کلیزه کې کمپ دېوید ته د طالبانو په رابللو، طالبان لا سپین سترګي کړل.»

ددغه راپور له مخې، د ټرمپ د پرېکړو پایلو طالبان له ۲۰۰۱ کال راهیسې بیا د بایډن تر واکمنېدو پورې تر ټولو پياوړي دریځ ته ورسول.

وروستی امریکايي پوځي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له افغانستان ووت او په دې توګه امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي حضور پای ته ورساوه.