افغانستان

هرات کې د داعش پر پټنځایونو د برید په اړه د طالبانو ادعا

د چهارشنبې شپې په ۸:۳۰ بجو، له هرات ښار څخه ځایي سرچینو آمو ته د دې ښار په نهمه ناحیه کې د نښتې او پرلپسې چاودنو د غږ خبر ورکړ.

له هغې وروسته د دې ښار په یوولسمه ناحیه کې هم نښتې پیل شوې.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني لومړی په یوه ټویټ کې وویل چې طالبان د داعش پر پټنځای «عملیات» کوي خو څلوېښت دقیقې وروسته یې په یوه بل ټویټ کې ادعا وکړه چې طالبانو د سړي تښتوونکو پر پټنځای برید کړی دی.

خو اوس ښاغلي حقاني دواړه ټویټونه لیرې کړي دي.

په هرات کې د طالبانو ځایي مسوولینو په دې اړه لازیات جزییات نه دي ورکړي.

په دې ولایت کې سرچینو آمو ته وویل چې دوه تنه په نهمه او څلور په یوولسمه ناحیه کې ووژل شول.

په نږدې یوه اونۍ کې دا درېيم ځل دی چې طالبانو په بلخ، نیمروز او هرات ولایتونو کې د داعش پر پټنځاي د برید ادعا کړې ده.

له دې مخکې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په بلخ کې د داعش پر پټنځای د برید په اړه د طالبانو د ادعا په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ویلي و چې طالبان پر خپلو سیاسي مخالفینو د داعش په نوم بریدونه کوي.

طالبان په داسې حال کې د داعش پر پټنځایونو د بریدونو خبر ورکوي چې له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ادعا کړې وه چې داعش په افغانستان کې حضور نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي آمو ته ویلي و «داعش په افغانستان کې نشته، په افغانستان مخالفې ډلې نشته، که دلته کومه پېښه کېږي، له بهره واردېږي. د افغانستان خلک په خپل منځ کې هېڅ ستونزه نه لري.»

له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و چې داعش په افغانستان کې حضور نه لري.

خو ولې طالبان په افغانستان کې د داعش حضور ردوي، بل لوري ته د دې ډلې خلاف د بریدونو د ترسره کولو ادعا هم لري؟

پخوانی پوځي اسدالله ندیم وایي «د داعش خلاف د طالبانو مبارزه شکمنه ده، په دې کې شک نشته چې داعش په افغانستان کې حضور نه لري خو طالبان خپلمنځي نښتې یا د مخکینیو پوځیانو وژل د داعش په نوم یادوي. یعنې بریدونه یې د داعش خلاف نه دي بلکې مخالفین چې هر مخالف وي، یا هم د دوی سیاسي مخالف وي، د داعش په نوم یې له منځه وړي.»

له دې مخکې د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندان مایکل کوریلا د دغه هېواد د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمیټې ته ویلي و چې د داعش د خراسان څانګه په اروپا او آسیا کې د «بهرنیو عملیاتو» د ترسره کولو لپاره د خپلو وړتیاوو د لوړولو په حال کې ده.