افغانستان

ایا طالبانو له کندهار څخه «دارالخلافت» جوړ کړی؟

د طالبانو مشر د دې ډلې د ویاند ذبیح‌الله مجاهد دفتر له کابله کندهار ته لېږدولی او ځان ته یې نږدې کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې اوس‌مهال په کندهار کې د دغه دفتر مسوولیت لري، له آمو سره په خبرو کې د دې پرېکړې لامل کندهار کې د طالبانو د مشر حضور بولي او وایي، چې د هغه یو شمېر همکاران به کابل کې خپل کار ته دوام ورکړي او دا کندهار ته د واک د لېږد په مانا نه ده.

په همدې حال کې د سیاسي مسایلو کارپوهان وایي، چې د دغې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده له کندهاره «دارالخلافت» جوړ کړی او د دې ډلې مهم کسان یې یاد ولایت ته لېږدولي دي.

دغو کارپوهانو ټینګار کړی، هبت‌الله اخوندزاده هڅه کوي چې لا زیات واک ولري او ټولې چارې په خپل کنټرول کې وساتي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وایي چې د افغانستان پلازمېنه اوس کندهار ته لېږدول شوې او مهمې پرېکړې کابل کې نه بلکې کندهار کې کېږي.

هغه په دوام کې وویل: «هر ځای چې پلازمېنه وي، د نورو ښارونو په پرتله ډېر ودانېږي. ملا هبت‌الله کندهاری دی نو له همدې امله غواړي کندهار د کابل په پرتله ډېر ودان شي.»

ښاغلی سعیدي په دوام کې وایي چې هبت‌الله اخوندزاده د امپراتورۍ ادعا لري او غواړي پلازمېنه د میرویس هوتکي، شاه محمود هوتکي او احمدشاه بابا په شان کندهار ته ولېږدوي.

د هغه په وینا، ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو یو مهم ویاند دی او له کله چې په رسنیو کې راڅرګند شوی له رسنیو سره یې ښې اړیکې لرلې او د رسنیو په کنټرول کې ښه رول لري.

ښاغلي سعیدي همداراز وویل، کله چې مجاهد کابل ته راغی د هبت‌الله اخوندزاده فعالیتونو چندان نه منعکسېدل.

اخوا طالبانو سه‌شنبه د وري میاشتې پر پنځلسمه نېټه اعلان وکړ، چې د طالبانو د رسنیو رییس انعام‌الله سمنګاني کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس په توګه ټاکل شوی دی.

انعام‌الله سمنګاني پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د طالبانو د رسنیو د رییس په توګه وګومارل شو.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر ۲۴ د طالبانو له واکمنۍ وروسته د طالبانو ترټولو مهمې ناستې په کندهار کې ترسره شوې دي.

د ۱۴۰۱ کال په غبرګولي میاشت کې د ولسمشرۍ مخکیني لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي و، چې طالبانو له کابله کندهار ته د پلازمېنې پر لېږدولو هوکړه کړې ده.