نړۍ

د فنلنډ خلک: د حکومت د بدلولو لپاره مو په ټاکنو کې ګډون وکړ

د فنلنډ اوسېدونکو ویلي چې په حکومت کې د بدلون لپاره یې د یکشنبې ورځې په پارلماني ټاکنو کې برخه اخیستې ده.

د فنلنډ کیڼ پالې لومړۍ وزیرې سنامارین تېره شپه په دغو ټاکنو کې خپله ماته ومنله او «ښي پالي ملي ایتلاف» ادعا وکړه چې په دغه سیالۍ کې یې تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټلې دي.

د رپوټونو له مخې، د «ښي پال ملي ایتلاف» ګوند چې د کاروبار پلوی دی د پارلمان له ۲۰۰ چوکیو د ۴۸ په ترلاسه کولو په دغو ټاکنو کې بریالی شوی دی. له هغې وروسته د «فنلنډیانو ملي پال ګوند» ۴۶ او «سوسیال ډیموکرات ګوند» ۴۳ چوکۍ ترلاسه کړې دي.

۲۶ کلن مایجا سیموسکا وایي: «فکر کوم چې موږ اوس له ننګونو ډک څو کلونه تېر کړي، زما په اند خلک غواړي چې هر ډول بدلون وویني او ښایي دا تر یوه بریده پایله روښانه کړي.»

د نړۍ تر ټولو ځوانه لومړۍ وزیره ۳۷ کلنه سنا مارین په ۲۰۱۹ کال کې د فنلنډ د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه او دولت یې تل له نیوکو سره مخ و.

له بلې خوا، مېرمن مارین په ډېری فنلنډیانو په تېره بیا منځ لارو ځوانانو کې ډېر محبوبیت لري.

نوموړې له ځینو محافظه کارانو سره د تقاعد د معاشونو او تحصیل لپاره د پراخ لګښت په اړه مخالفت وکړ.

د فنلنډ بله اوسېدونکې جوها لین وایي: «زما په اند دا یو عادي ژوند دی او فکر کوم چې سم پرمخ ځي او وروسته شاته ګرځي او خلک ویني چې سیاست څه ډول د دوي پر ژوندانه اغېز کوي او بیا یې نظر بدلېږي.»

له بلې خوا، د «ښي پالو ملي ایتلاف» ګوند ژمنه کړې چې لګښتونه کم کړي او د عمومي پورونو له زیاتوالي مخنیوی وکړي. په ۲۰۱۹ کال کې د مارین د واکمنېدو پرمهال د دغه هېواد څه د پاسه ۷۰ سلنه کورني ناخالص تولیدات پر دغو لګښتونو لګول کېدل.

ددې ګوند مشر پتري اورپو، د پارلمان د اکثریت چوکیو په ترلاسه کولو د ایتلافي ډولت جوړولو لپاره به لومړنی چانس ولري.  

اورپو ویلي چې له ټولو ډلو سره به په پارلمان کې د اکثریت ترلاسه کولو په موخه خبرې وکړي، په داسې حال کې چې مارین ویلي «سوسیال ډیموکراتان» ښايي له دغه ګوند سره حکومت جوړ کړي.

خو د مېرمن مارین ګوند ویلي چې «فنلنډیانو له ملي ګرا» ګوند سره چې هغه يې په جنورۍ میاشت کې د یوې مناظرې پرمهال «په ښکاره توکم پال» بللی، حکومت نه جوړوي. ملي پال ګوند دا تور رد کړی دی.