افغانستان

د طالبانو د تعلیمي حوزې مسوول: «زه امیرالمومنین یم او (ستاسو) له څانګې سره کار نه لرم.»

د کابل ښار د اوولسمې تعلیمي حوزې یو شمېر ښوونکي د خپلې څانګې خلاف مضمونونو د تدریس لپاره له ګمارنو په شکایت سره آمو ته وایي چې د طالبانو د تعلیمي حوزې مسوول دوی ته ویلي: «زه امیرالمومنین یم او (ستاسو) له څانګې سره کار نه لرم.»

یو شمېر دغه ښوونکو چې له آمو سره یې خبرې کړې وايي چې طالبانو د کابل د اوولسمې تعلیمي حوزې کابو شل ښوونکي د دوي د څانګو خلاف لیرې سیمو ته بدل کړي دي.

د یوه ښوونځي ښوونکی سمیع احمد له آمو سره په خبرو کې وایي چې څانګه یې ثقافت دی، خو طالبانو له هغه او یو شمېر همکارانو څخه یې غوښتي چې ریاضي او انګلیسي مضمونونه تدریس کړي.

سیمع احمد وویل چې دوی په اوولسمه حوزه کې طالب مسوولینو ته مراجعه کړې، خو د طالبانو له سخت ځواب سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ اړوندې حوزې «د پوهنې حوزې» ته ولاړو او ورته مو وویل، دا مضمونونه چې موږ ته راکړل شوي د څانګې خلاف مو دي، په تونده بڼه یې وویل چې موږ امیرالمومنین یوو زموږ خبره پر تاسو واجبه ده، زه ستاسو له څانګې سره کار نه لرم، ورځئ درس ورکړئ.»

له بلې خوا، یو بل ښوونکی نوراحمد د سمیع احمد څرګندونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې څانګه یې د فارسي ادبیات دي خو طالبانو هغه انګلیسي ژبې تدریس ته ګمارلی دی.

هغه ددې په بیانولو سره چې له دوی سره د طالب مسوولینو چلند «توپیري» دی زیاته کړه: «زه چې کله ټولګي ته ځم خپله آبرو د شاګردانو په وړاندې پر صفر وینم ځکه څانګه مې نه او نشم کولای د فارسي په شان درس ورکړم.»

موږ غوښتل چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ترلاسه کړو، خو د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي او د دې ډلې د رسنیو مرکز رییس انعام الله سمنګاني د آمو د خبریال اړیکو ته ځواب ور نه کړ.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي آمو ته وویل، له هغې وروسته چې طالبانو محمد نبي طاهري د اوولسمې تعلیمي حوزې د آمر په توګه ګمارلی، نوموړي په خپلسر ښوونکي له ښوونځیو بدل رابدل کړي کړي او د څانګې خلاف یې ګمارلي دي.

دغه سرچینه وايي چې هغه د تعلیمي حوزې د آمر په توګه د ګمارلو په لومړیو ورځو کې، د آزادي لېسې اوه ښوونکي د خیرخانې کوتل په پامیر ښارګوټي کې د نجونو ښوونځي ته بدل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ددغو اوو ښوونکو له بدلولو وروسته، محمد نبي طاهري په خپل صلاحیت د ده کیپک د منځني ښوونځي ۱۴ ښوونکي په خیرخانې کوتل کې وحدت او رباني لېسو ته بدل کړي دي.

هغه وویل: «د حوزې آمر دا ټول کارونه د ښوونکو له خبرولو پرته کړي دي. کله چې ښوونکي ورځي ورته وایي چې تاسو بدل شوي یاست، په دې هم اکتفا نه کوي او دوی د خپلې څانګې خلاف د ثقافت ښوونځي د ریاضي او د ریاضي د ادبیاتو مضمونونو ته ګماري.»

نوموړي زیاته کړه: «په ډېری سیمو کې همدا ډول چلند کوي، دا دوه درې ښوونځي مو د بېلګې په توګه تاسو ته یاد کړل که نه ډېر زیات دي، په تېره بیا په اوولسمه حوزه کې چې خیرخانه سیمه پکې شاملېږي.»

موږ غوښتل چې په دې هکله د کابل د اوولسمې حوزې لپاره د طالبانو د آمر محمد نبي طاهري نظر هم ترلاسه کړو، د هغه د ځواب په اخیستو بریالي نه شوو.

له بلې خوا، کارپوهان د ښوونځیو له ښوونکو سره د طالبانو توپیري چلند د دیني اصولو او بشري حقونو خلاف بولي او د خپلې څانګې خلاف مضمونونو د تدریس په اړه پر یو شمېر ښوونکو د طالبانو فشار راوړل د افغانستان له راتلونکي سره «خیانت» ګڼي.

طالبان تل د هېوادوالو له حقونو په سرغړونې تورن شوي دي.