روغتیا

ارزونه: په افغانستان کې له هرو پنځو تنو یوه درملو ته د نه لاسرسي له امله خپلوان له لاسه ورکړي

ایمرجنسي نړیوال بنست د «کریمیدیم» په نوم یوه ایټالیايي بنسټ په همکارۍ د هېواد په لسو ولایتونو کې د یو زر او ۸۰۰ تنو په ګډون روغتیايي پالنو او خدماتو ته د افغانانو د لاسرسي په اړه ارزونه کړې ده.

په دغه ارزونه کې د ملګروملتونو سازمان د بشر دوستانه دفتر راپور ته په اشارې سره ټینګار شوی چې ۱۷،۶ میلیونه وګړي جدي روغتیايي اړتیاوې لري.

ددغې ارزونې له مخې، له هرو دوو افغان وګړو یو تن د درملنې لپاره اړین درمل نه شي پېرلای.

له هرو پنځو تنو، یوه یې خپل دوستان یا خپلوان درملو ته د نه لاسرسي له امله له لاسه ورکړي دي.

له بلې خوا، د افغانستان په هرو لسو اوسېدونکو کې نهه تنه اړ دي چې درملنې ته د لاسرسي لپاره پوروړي شي او یا قرض واخلي.

په دغه ارزونه کې راغلي چې ښځې تر ټولو زیانمنونکې پرګنه په تېره بیا د امیندوارۍ د مدیریت په برخه کې دي.

په ارزونه کې سپارښتنه شوې چې د افغانستان روغتیایي سیستم باید اصلاح او پياوړی شي او همداراز د روغتیايي پالنې لپاره باید اقتصادي پانګونه وشي.

د ایمرجنسي نړیوال بنسټ په ارزونه کې راغلي چې د درملو لوړه بیه هغې ته د لاسرسي تر ټولو لوی خنډ دی.

د ارزونې په پای کې راغلي چې د افغانستان د روغتیايي نظام د پياوړتیا لپاره باید د اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو تلپاتې برخې او د ښځو رول زیات شي.

په دې ارزونه کې اتیا سلنه ځواب ورکوونکي په کلیوالو سیمو کې وو. له ټولو هغو کسانو څخه چې په دې ارزونه کې ورسره خبرې شوې یوازې دوه سلنه یې د درملنې او روغتون ته د لاسرسي په موخه له امبولانس څخه کار اخیستی دی.

په دغه ارزونه کې ټینګار شوی، څه د پاسه اتیا سلنه هغه کسان چې خبرې ورسره شوې درملنه «ډېره د اندېښنې وړ» بولي او له همدې امله مجبور شوي د درملنې بهیر وځنډوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو لپاره روغتیایي پالنو ته د لاسرسي امکان کم شوی دی.

ارزونه ښيي، سربېره پر جوړښتي ستونزو چې ټول وګړي تر اغېز لاندې راولي، د خوندي او کارنده ترانسپورتي وسایلو نشتوالی، په کلیوالو سیمو کې د امیندواره مېرمنو لپاره د نسايي ولادي خدماتو وړاندې کولو په موخه د کلینیکونو نه شتون او د درملو د پېرلو لپاره بې وسۍ، د دوی وضعیت له پخوا زیات ستونزمن کړی دی.

په دغه ارزونه کې ویل شوي چې موخه یې په افغانستان کې د روغتیايي اړتیاوو په اړه د مالوماتي ټولګې له رامنځته کولو سره مرسته ده.

ددې ارزونې پربنسټ په تېر شل کلن جمهوري نظام کې د دولتي ځواکونو او د حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ د نښتو له امله دا ډول ارزونه ناشونې وه اواوس هم په هغو برخو کې چې ناامنې بلل کېږي ارزونه ناشونې ده.

ایمرجنسي بنسټ راپور ورکړی چې دوي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د کابل په خپل روغتون کې د څه د پاسه ۱۳ زره او ۷۰۰ تنو درملنه کړې چې ټول څه باندې دوه زره او ۷۰۰ تنه بستر شوي او له پنځه زره زیات جراحي عملیات یې ترسره کړي دي.