نړۍ

د پیسو نړیوال صندق: پیاوړي هېوادونه دې له کمزورو هېوادونو ملاتړ وکړي

د پیسو نړیوال صندق له هغو هېوادونو چې اقتصاد یې پیاوړی دی غوښتي، له زیانمنونکو او پوروړو هېوادونو سره مرسته وکړي.

د پیسو د نړیوال صندق عمومي مدیرې کریستالینا جورجیوا چې د پنجشنبې پر ورځ یې د «اسیا لپاره بوایو ټولنې» په کلنۍ ناسته کې خبرې کولې، وویل چې د کم عاید لرونکو هېوادونو خلکو په تېرو درېیو کلونو کې سخت زیان لیدلی دی.

د پیسو د نړیوال صندوق مدیرې کریستالینا جورجیوا وویل: «موږ د دغو هېوادونو د پورونو ستونزې د اواري لپاره د چټکو او کارنده تګلارو ته اړتیا لرو. په هر صورت، دا ډول تګلاره هم د غوښتونکو او هم پوروړو لپاره د پام وړ ګټې برابروي او په دې برخه کې بریالیتوب په نړۍ کې یوه ناڅرګنده سرچینه له منځه وړلای شي.»

اغلې جورجیوا ټینګار وکړ، چې دولتونه باید د هدفمندو مالي سیاستونو په رامنځته کولو له زیانمنونکو وګړو او هغو کسانو چې د خوراکي توکو له ناامنۍ سره مخ دي او نه شي کولای د خپل ژوند لګښتونه برابر کړي، ساتنه وکړي.

د «اسیا لپاره د بوایو ټولنې» کلنۍ ناسته به د چین په کوربتوب د دغه هېواد په سویل کې د هاینان په نوم تفریحي ټاپو کې تر جمعې ورځې دوام ولري.

په دې ناسته کې د نړۍ له ۵۰ هېوادونو کابو ۲ زره استازو ګډون کړی دی.

«د اسیا لپاره بوایو ټولنه» یو غیردولتي او غیرانتفاعي سازمان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د سیمه‌ییز اقتصادي یووالي د دودولو په موخه او د پراختیا په برخه کې د اسیايي هېوادونو د نږدې کولو لپاره د ۲۵ اسیایي هېوادونو او اسټرالیا په حضور رامنځته شو.