ورزش

راشد خان بیا هم په نړۍ کې د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچوونکی شو

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان په نړۍ کې د شل اوریزو سیالیو نوی لومړی نمبر ټوپ اچوونکی دی.

هغه د پاکستان په وړاندې په شارجه کې په تاریخي بري کې په یوې منډې سره بریالی شو چې د سریلانکا له وانیندو هاسارانګا څخه مخکې شي.

د راشد خان د لوبډلې بل غړی فضل حق فاروقي په دغه نوملړ کې درېیم ځاي لري.

د افغان لوبغاړو په درجه بندۍ کې له پاکستان سره د افغانستان وروستیو لوبو مهم رول درلود. د کرېکټ نړیواله شورا وايي ‌چې راشد خان له پاکستان سره په درېیو لوبو کې په هره لوبه کې یو کس سوځولی دی.

فضل حق فاروقي په دغو سیالیو کې پنځه د مقابلې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول او په نوې درجه بندۍ کې له دوولسم څخه درېیم مقام رسېدلی دی.

راشد خان د تېر کال په نومبر میاشت کې لومړی نمبر و او د ۲۰۱۸ کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې تل تر ټولو غوره لوبغاړی و.

د پاکستان په وړاندې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان بری د دې لامل شو چې مجیب الرحمن په نوملړ کې له لسم څخه اتم ته پورته شي.

د پاکستان کپټان شاداب خان په شل اوریزو سیالیو کې څلورمې درجې ته لوړ شوی دی.