نړۍ

په ډيلي کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د  امنیتي چارواکو ناسته

د شانګهای د همکارۍ سازمان د امنیتي چارواکو ناسته نن چهارشنبې د وري په نهمه نېټه په نوي ډیلي کې ترسره شوه.

د سیمې هېوادونو د امنیت شورا سلاکاران به په دغه ناسته کې په سیمه په تېره بیا افغانستان کې امنیتي وضعیت وارزوي.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال چې د دې ناستې کوربتوب پرغاړه لري، په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل چې ترهګري په هره بڼه او ډول چې وي او د هغې مالي ملاتړ د نړۍ د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

نوموړي وویل چې هر ډول ترهګریز اقدام د هغې انګېزې ته له پامه پرته، د توجیه وړ نه دی.

د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلاي پتروشف، د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لوړپوړي چارواکي او د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد سیمه ییز جوړښت استازی په دې ناسته کې ګډون لري.

د چین او پاکستان چارواکي هم په دې ناسته کې په آنلاین توګه برخه لري.

دوال دې ته په اشارې سره چې سیمه د امنیتي ننګونې تر اغېز لاندې ده وې ویل: «د شانګهاي د همکارۍ سازمان موخې او لرلید کولای شي د غړو هېوادونو لپاره لاره اواره کړي.»

تمه کېږي چې د شانګهاي د همکارۍ سازمان د ملي امنیت برخه په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د پراخو ګواښونو له امله د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو تازه اعلان کړی چې په کابل او مزارشریف کې یې د داعش څو پټنځایونه له منځه وړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په تېرو اتلسو میاشتو کې داعش ډلې په ټول هېواد کې خپل بریدونه زیات کړي او د څو چاودنو مسوولیت یې هم منلی دی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د چهارشنبې ورځې ناسته د دغه سازمان د راتلونکې میاشتې د غونډې چې ټاکل شوې په ډیلي کې جوړه شي، ترسره کېږي.

د شانګهاي د همکارۍ سازمان د دولتونو ترمنځ نړیوال بنسټ دی چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې جوړ شو. هند، چین، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان ددې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي.