افغانستان

د درملنې لګښتونو د برابرولو لپاره د مزارشریف چاودنې د ټپي خبریالانو د مرستې غوښتنه

خیبر ابراهیمي یو له هغو خبریالانو دی چې د مزارشریف ښار د تبیان مرکز په چاودنه کې یې پښه ټپي شوه او د یوه غږ پردې ته یې زیان ورسېد.

هغه څو کاله ملي راډیو ټلویزیون او اریانا نیوز کې کار کړی او اوس په بلخ ولایت کې د ایران د راډیو دري خبریال دي.

خبریال خیبر ابراهیمي وایي: «له روحي او رواني پلوه زیانمن شوی یم. هر شېبه مې هغه پېښه په ذهن کې راځي. ان کله چې ویده یم وېرېږم. زه له مسوولو بنسټونو غواړم د دې پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره اقدام وکړي.»

فردین نوروزي یو بل خبریال دی چې د تبیان مرکز په چاودنه کې ټپي شوی دی.

هغه په بلخ ولایت کې کار کوي او اوس‌مهال هم د سحر ټلویزیون خبریال دی.

فردین نوروزی وایي: «غوږ مې سخت زیان لیدلی او هیله‌من یم چې زموږ د درملنې لپاره اقدام وشي. هغه بنسټونه چې له خبریالانو د ملاتړ ادعا کوي، پټه خوله دي او تر اوسه یې هېڅ اقدام نه دی کړی. زه له نړیوالو بنسټونو غواړم چې ژرترژره له هغو خبریالانو سره چې په ناوړه اقتصادي او روغتیایي وضعیت کې دي مرسته وکړي.»

په دې پېښه کې ټپي شوي خبریالان وایي، چې پر بدن یې د ټپونو ترڅنګ هغوی له مغزي شوک سره مخ شوي او غوږونو یې هم زیان لیدلی دی.

تېر کال د کب میاشتې پر شلمه نېټه د مزارشریف په تبیان کلتوري مرکز کې داسې مهال چاودنه وشوه چې خبریالانو د «محدودیت، رسنۍ او د کلتور د دودولو» تر نوم لاندې مراسمو کې ګډون درلود.

د تبیان مرکز په چاودنه کې د دوو خبریالانو په ګډون درې تنه مړه او ۱۹ خبریالان او اته ماشومان ټپیان شول.

داعش پر تبیان کلتوري مرکز د برید مسوولیت پر غاړه واخیست.