نړۍ

سعودي عربستان کې د یوه بس موټر د چپه کېدو له امله ۲۰ تنه مړه او ۲۹ نور ټپيان شول

سعودي عربستان کې له پله سره د مکې مکرمې د زیارت‌کوونکو د لېږدوونکي موټر د لګېدو او اوښتو له امله لږترلږه ۲۰ تنه مړه او ۲۹ نور ټپیان شول.

دغه بس چې د مکې لور ته روان و، دوشنبه له غرمې وروسته څلور بجې د دغه هېواد د عسیر ولایت په «عقبه شعار» سیمه کې له یوه پله سره ولګېد او واوښت.

له دې پېښې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې بس په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

د راپورونو له مخې د برېک له خرابېدو وروسته دغه بس د پل له یوې ستنې سره ولګېد چې د دې موټر د چپه کېدو او سوځېدو لامل شو.

د سعودي عربستان رسنیو په دې پېښه کې د ۲۰ تنو د مړینې او ۲۹ نورو د ټپي د کېدو راپور ورکړی دی.

تر اوسه د قربانیانو د هویت او ملیت په اړه کره راپور نشته.

خو ځینو رسنیو راپور ورکړی، په دې پېښه کې قربانیان د یمن وګړي وو، چې د عمرې د ترسره کولو لپاره مکې مکرمې ته تلل.

دا په داسې حال کې ده، چې د روژې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې سعودي عربستان ته د زیارت‌کوونکو تګ زیات شوی دی.