نړۍ

روسیه په بلاروس کې اټومي وسلې ځای‌پرځای کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې پر ورځ ویلي، چې روسیې د بلاروس په خاوره کې د اټومي وسلو د ځای‌پرځای کولو لپاره له دغه هېواد سره هوکړه کړې ده.

پوتین ټینګار کړی، چې دا کار به د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي هوکړه تر پښو لاندې نه کړي.

پوتین د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو ډېره موده مخکې بلاروس کې چې له پولنډ سره پوله لري د ستراتيژیکو اټومي وسلو د ځای‌پرځای کولو موضوع مطرح کړې وه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: «موږ هوکړه کړې چې همدا کار وکړو. ټینګار کوم چې دا چاره به د اټومي وسلو د نه پراختیا په تړاو د خپلو ژمنو او د نړیوالو ژمنو له سرغړونې پرته ترسره شي.»

پوتین زیاته کړه، چې روسیه به د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې تر لومړیو په بلاروس کې د اټومي وسلو د زېرمو جوړولو کار بشپړ کړي.

د روسیې ولسمشر همداراز ټینګار کړی، چې د اټومي وسلو کنټرول به د بلاروس لاس ته ورنه‌کړي.

نوموړي وویل، چې روسیې په بلاروس کې د اټومي وسلو د لېږد وړتیا لرونکې ۱۰ الوتکې ځای‌پرځای کړې دي.

پوتین زیاته کړه، چې مسکو مخکې یو شمېر سکندر تکتیکي توغندي چې د اټومي وسلو د غورځولو وړتیا لري بلاروس ته لېږدولي دي.

د روسیې ولسمشر څرګنده کړه: «موږ مخکې د (توغندیو) ډېره ګټوره او نامتو ټولګه سکندر هم بلاروس ته لېږدولې ده. دا کولای شي یوه تحویلي لېږدوونکې وسیله هم واوسي. د اپرېل پر درېیمه به د کاروونکو روزنه هم پیل کړو. د جولای پر لومړی نېټه به د جوړولو بهیر پایته ورسوو ترڅو په بلاروس کې تکتیکي اټومي وسله ځای‌پرځای کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین کې سخته جګړه روانه ده.

د راپورونو له مخې سلګونه زره سرتېري او هغه محکوم شوي کسان چې له زندانونو څخه د مزدور په توګه ګومارل شوي، پر اوکراین د روسیې په یرغل کې ونډه لري.