نړۍ

د ملګروملتونو سازمان هیله من دی «د اوبو ناسته» وکولای شي د بحران په مخنیوي کې مرسته وکړي

په وروستۍ نیمه پېړۍ کې د اوبو په اړه د ملګروملتونو سازمان لومړنۍ ناسته د جمعې په ورځ په دې هیله پای ته ورسېده چې دولتونه په خپلو سیاستونو کې بدلونونه راولي او په نړۍ کې د اوبو د احتمالي ناورین د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کړي.

د ملګروملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش په دې اړه وویل چې هیله من یم د اوبو په اړه د دغه سازمان د غړو ناسته په نړۍ کې د اوبو ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا د اقداماتو د ترسره کولو لامل شي.

په نړۍ کې د اوبو مدیریت د نشتوالي له امله خطرونو په اړه له خبرداریو سره سره تراوسه د «اوبو» لپاره هېڅ نړیواله هوکړه نشته.  

د مګروملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د جمعې ورځې د ناستې په پای کې وویل چې نړۍ باید د اوبو مسله جدي وګڼي او دا موضوع باید د نړیوالو پروګرامونو په سر کې وي.

د هغه په وینا، د اوبو مدیریت نشتوالی ټول بشریت له خطر سره مخ کوي او د نړۍ راتلونکی هم ورسره تړلی دی.

ګوتریش ټینګار وکړ: «له اوبو پرته هېڅ تلپاتې پراختیا نشته، له دې تاریخي ناستې په تلو، راځئ خپلې ګډې راتلونکې ته ژمن شو، اجازه راکړئ د امن راتلونکي په لور نور ګامونه د ټولو لپاره پورته کړو.»

ددې اونۍ په پای کې د امریکا په نیویارک کې ۷۰۰ ایالتي بنسټونو، ځايي حکومتونو، غیرانتفاعيي ډلو او ځینو شرکتونو په داطلبانه توګه د اوبو په برخه کې یو لړ ژمنې وکړې. د اوبو او هوا او د نیجر سیند په برخه کې له پروژو نیولې د هالند په لاهه کې د اوبو سیستم تر نقشې اخیستو پورې.

له بلې خوا، په ملګروملتونو سازمان کې د هالند ځانګړي استازي ویلي چې دا طرحې به د روان کال په جولای میاشت کې د «اوبو» تر بلې ناستې پورې وڅېړل شي.

هغه ټینګار وکړ: «آیا دا بسنه کوي؟ نه. اوبه باید له محلي په نړیواله کچه د پام وړ وګرځي، په ټوله نړۍ کې د اوبو په هکله منسجم سیاستونه نه لرو، په دې برخه کې پاشلې پانګونه لرو او په دې برخه کې کافي پوهه او مالومات نشته، په نړیواله کچه دلته په ملګروملتونو سازمان کې، د اوبو په هکله هېڅ نشته.»

له بلې خوا، په دغه ناسته کې د «ویولیا» په نوم د فاضلاب د مدیریت فرانسوي شرکت ژمنه وکړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱،۷ میلیارد ډالر د اوبو د بېخ بنسټونو، ټکنالوژۍ، څېړنو او نوښتونو په برخه کې ولګوي.

تراوسه د اوبو په اړه د ملګروملتونو سازمان د جولای میاشتې د ناستې په اړه روښانه کړنلاره نشته. خو د ملګروملتونو سازمان سرمنشي ویلي دا سازمان د اوبو په اړه ټولې طرحې ارزوي.

نوموړي همداراز په دې هکله د ملګروملتونو سازمان د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.