افغانستان

په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه د امریکا او طالبانو متضادې ادعاګانې

له هغې وروسته چې تېره اونۍ په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ «سنتکام» په راتلونکو شپږو میاشتو کې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د ګټو خلاف د داعش د خراسان څانګې د ګواښونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړ، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد جمعه د وري په څلورمه په افغانستان کې د داعش ډلې غړو د کمښت خبر ورکړ او وې ویل چې په افغانستان کې د داعش ډلې غړي د تېر کال په پرتله کم شوي او امریکا باید ددې ډلې په ګټه کمپاین ونه کړي.

ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه په دې اړه ولیکل: «په افغانستان کې د داعش فتنه اچوونکې ډلې د (کسانو) د شمېر په اړه د امریکایي مسوولینو څرګندونې له واقعیت سره سمون نه لري. د داعش په نوم د خوارجو ډله د پخوا په پرتله څو برابره کمه او ځپل شوې ده.»

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو «سنتکام» قوماندان جنرال مایکل کوریلا د منځني ختیځ وضعیت د څېړنې کمیټې په ناسته کې چې د تېرې اونۍ په پنجشنبې ورځ ترسره شوه، ټینګار وکړ: «زما د قوماندانۍ اټکل دا دی چې د داعش خراسان څانګه په راتلونکو شپږو میاشتو کې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د ګټو خلاف عملیات ترسره کولای شي.»

خو له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند امیرخان متقي د افغانستان له ملي ټلویزیون سره چې د دې ادارې تر واک لاندې دی په مرکه کې، په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان څرګندونې رد کړې او په افغانستان کې یې د داعش حضور نه دی منلی.

ذبیح الله مجاهد هم امریکا د داعش ډلې په لوی ښودلو تورنه کړې او د خپل ټویټ په یوه برخه کې یې لیکلي: «له دې موضوع سره د امریکایي مسوولینو لیوالتیا او همداراز د دوی لوي ښودل، له داعش ډلې سره همکاري او د دوی په ګټه کمپاین دی چې باید ودرول شي.»

له بلې خوا، د پاکستان د پوځي استخباراتو پخوانی افسر شمع‌ریز نعمان وايي چې داعش ډله په افغانستان کې د کسانو د جذبولو په حال کې ده او په نږدې راتلونکي کې به د طالبانو لپاره په لوی سرخوږي بدله شي.

د پاکستان د پوځي استخباراتو دغه پخوانی افسر چې د افغانستان پوځي او امنیتي بدلونونه څاري، ټینګار کوي: «داعش ډله اوسمهال په افغانستان کې د کسانو د جذبولو په حال کې ده او دا ډله هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې خپل فعالیتونه د افغانستان شمال ختیځو، شمالي او ختیځو سیمو ته پراخ کړي.»

د افغانستان د مخکیني پوځ چارواکی یاسین نیازي طالبان د داعش له خراسان ډلې سره په مبارزه کې بې‌وسه بولي او وایي، چې که نړیواله ټولنه افغانستان کې د داعش له خوا رامنځته شوي ګواښونه جدي ونه‌ګني دغه ډله کولای شي ډېر ژر د امریکا او ملاتړو لپاره یې په یوه سخت ګواښ بدله شي.

جنرال نیازي زیاتوي: «افغانستان کې د داعش فعالیت ورځ تر بلې زیاتېږي او طالبان د دې وړتیا نه لري چې وکولای شي د داعش د فعالیتونو مخه ونیسي. موږ مخکې داسې شواهد لرل چې حقاني شبکه له داعش ډلې سره اړیکې لرلې، اوس زه نه پوهېږم چې اړیکې یې دوام لري که نه؟ خو په دې پوهېږم چې طالبان د ټولو ترهګریزو ډلو لپاره یو لوی چتر دی او د طالبانو خپلمنځي اختلافونه به د داعش ډلې د لا پیاوړتیا لامل وګرځي.»

افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته داعش ډلې په دې هېواد کې خپل بریدونه زیات کړي دي. خو هغه څه چې تر اوسه ناروښانه پاتې دي دا دي چې ایا د داعش خراسان برخه د عراق او شام له داعش سره کومه اړیکه لري که نه؟ دغه ډله خپل مالي لګښتونه له کومه برابروي او له چا فرمان امر اخلي؟

په تېرو ۲ اونیو کې داعش ډلې یوازې په مزارشریف ښار کې دوه بریدونه ترسره کړي. د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې پر ۱۸ د دې ډلې په لومړي برید کې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل ووژل شو. د دغه برید مسوولیت داعش منلی.

له دغه بریده دوې ورځې وروسته د کب میاشتې پر ۲۰ نېټه تبیان کلتوري مرکز کې داسې مهال چاودنه وشوه چې یو زیات شمېر خبریالانو د «محدودیت، رسنۍ او د کلتور د دودولو» په مراسمو کې حضور درلود. د دغه برید مسوولیت هم داعش پر غاړه واخیست.

د داعش خراسان ډلې یو بل هدف افغانستان کې د شیعه وګړو په نښه کول دي.

روسیه، چین او ایران هغه هېوادونه دي چې تل یې په افغانستان کې د داعش ډلې له حضور او فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده.

کابو یوه میاشت مخکې د ټولیز امنیت تړون د پوځ لوی درستیز افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر ۶ زره او ۵۰۰ تنه اعلان کړ او ټینګار یې کړی چې ۴ زره داعشیان د افغانستان او تاجکستان پولې ته نږدې ځای‌پرځای شوي دي.

طالبانو د دوحې په هوکړه‌لیک کې له امریکا سره هوکړه وکړه، چې له ترهګرو ډلو سره خپلې ټولې اړیکې پرې کوي او هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پرضد وکاروي، خو لکه څنګه چې امریکایي چارواکي وایي؛ له القاعدې شبکې سره د اړیکو دوام او افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو او حضور پراختیا، طالبان له جدي ازموینې سره مخ کړي دي.