نړۍ

عربستان له ایران وروسته له سوریې سره خپلې اړیکې بیا پیلوي

رویټرز د دوو خبرو سرچینو له قوله لیکلي، چې ټاکل شوې سعودي عربستان او سوریه له یوې لسیزې وروسته خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

د سوریې حکومت ته یوه بله نږدې سرچینه وایي، چې د دمشق او ریاض ترمنځ اړیکې د عربستان او ایران له تاریخي هوکړې وروسته چې د بشارالاسد د حکومت نږدې ملاتړی ګڼل کېږي، زیاتېږي.

د ریاض او دمشق ترمنځ د اړیکو بیا ټینګښت د سوریې حکومت او عربي هېوادونو د اړیکو د بیارغولو په برخه کې ترټولو مهم خوځښت دی. ډېری عربي او غربي هېوادونو د سوریې د کورنۍ جګړې له پيل وروسته د بشارالاسد له حکومت سره اړیکې پرې کړې.

د دغې سرچینې له قوله دواړه هېوادونه غواړي چې خپل سفارتونه «له کوچني اختر وروسته» د اپرېل میاشتې په منځ کې پرانیزي.

په فارس سمندرګي کې د یوه دیپلومات او سیمه‌ییزې سرچینې په وینا، دغه پرېکړه د سوریې له یوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي سره د سعودي عربستان د خبرواترو په پایله کې شوې ده.

د سعودي عربستان دولتي ټلویزیون هم د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله تایید کړې، چې د کونسلي خدماتو د بیا پيل لپاره د سوریې د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې‌اترې روانې دي.

دغو سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نه‌پېژندل کېدو په شرط دا خبرې کړې دي.

امریکا او د سیمې څو متحدین له دې جملې سعودي عربستان او قطر د سوریې حکومت ضد د ځینو یرغلګرو پر مشرۍ تورن دي.

بشارالاسد د ایران او روسیې په مرسته وتوانېد د سوریې په ډېری سیمو کې مخالفینو ته ماته ورکړي.