نړۍ

د روژې میاشتې رارسېدل؛ د دې میاشتې په مناسبت د لندن د مرکز روښانه کول او د جو بایډن مبارکي

د لندن ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د بریتانیا په پلازمینه کې د «پیکاډیلي میدان» په «وېسټ اېنډ» سړک کې څراغونه بل کړل.

دغه میدان په ۳۰ زره څراغونو تزیین شوی او تېره شپه د لندن د ښاروال صادق خان له خوا چې خپله هم مسلمان دی، روښانه شو.

صادق خان په یوه لنډ ویډیویي پيغام کې مسلمانانو ته د روژې میاشتې مبارکې وړاندې وکړه.

د لندن ښاروال صادق خان وویل: «په دې روژه کې مې فکر او دعا په ځانګړې توګه د ترکیې او سوریې د وېروونکو زلزلو ټولو قربانیانو ته دي. د هغو پاکستانیانو لپاره چې لا هم هڅه کوي د تېر کال د ناوړه سېلابونو له امله ویجاړ شوي ژوند بیا جوړ کړي او همداراز هغو کسانو لپاره چې په افغانستان، اوکراین او ایران کې له جګړو او ځورونو کړېږي.»

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د امریکا لومړۍ مېرمنې جیل بایډن هم په یوه پیغام کې د روژې میاشتې د رارسېدو له امله د دغه هېواد مسلمانانو ته مبارکي وویله.

ښاغلي بایډن همداراز ټینګار وکړ، چې واشنګټن له مسلماني ټولنو چې سختې شپې ورځې تېروي په ځانګړې توګه د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو ملاتړ کوي.

بایډن وویل: «موږ به همداراز د ترکیې او سوریې د خلکو ترڅنګ چې خپل نږدې کسان یې د وروستیو سختو زلزلو له امله له لاسه ورکړي او د پاکستان د خلکو ترڅنګ چې د تېر کال د دوبي میاشتې له سېلابونو وروسته خپل ژوند له سره جوړوي، ودرېږو.»

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ، چې متحده ایالات او متحدین یې له مسلمانانو له دې جملې د چین له ایغورانو او په برما کې له روهینګیایانو چې له ځورونو او ظلم څخه کړېږي، ملاتړ کوي.

ښاغلي بایډن همداراز د امریکا له مسلمانانو چې د دغه هېواد د تاریخ یوه برخه دي هم ستاینه کړې ده.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «له علم او نوښتونو نیولې تر هنر او زده‌کړو، له قانونه تر طبابته، له سوداګرې تر حکومتولۍ او له هغې اخوا د امریکا مسلمانانو په نسلونو نسلونو زموږ د ټولنې د بېلابېلو برخو پیاوړتیا ته دوام ورکړی دی.»

مسلمانان په ټوله نړۍ کې هر کال د روژې میاشت لمانځي او روژه نیسي.

مسلمانان همدارنګه په دې میاشت کې ډېر عبادت کوي او له اړمنو سره مرسته کوي.