افغانستان

له افغانستانه د امریکا د وتلو په تړاو د څېړنو پایلې په اپرېل میاشت کې خپرېږي

د هغه وروستي امریکایي پوځي تصویر چې له افغانستانه ووت

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو «له ګډوډۍ ډک» وتلو په اړه د اوږدو څېړنو پایلې به په راتلونکې میاشت کې خپرې شي.

د دغه راپور په خپرېدو سره ټاکل شوې، د امریکا خلک او کانګرس پوه شي چې د امریکا ترټولو اوږده جګړه او له افغانستانه د هغوی ځواکونو د وتلو په بهیر کې څه تېروتنې شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د امریکایي ځواکونو وتل، د افغانستان د مخکیني حکومت او د پوځ د پاشلتیا او له دوو لسیزو وروسته د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل شو.

له هغې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې حکم وکړ.

ټاکل شوې وه دغه راپور له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په لومړۍ کلیزه کې خپور شي، خو خپرېدل یې وځنډېدل او مسوولو بنسټونو خپلو څېړنو ته دوام ورکړ.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې پر ورځ وویل، چې د څېړنو کار تقریباً پایته رسېدلی او دولت یې په راتلونکې میاشت کې د خپرولو لپاره تیاری نیسي.

کربي وویل: «موږ تمه لرو چې دغه پایلې د اپرېل میاشتې په منځ کې له خلکو سره شریکې کړو.»

هغه همداراز زیاته کړه، چې دولت به د دغه راپور پټې برخې هم د امریکا د کانګرس له څارونکې کمیټې سره شریکې کړي.

د دغه هېواد د استازو جرګې جمهوری‌غوښتونکو له وتلو راهیسې د بایډن پر دولت فشار راوړی ترڅو د «رسمي اړیکو» اړوند اسناد او د کابل د سقوط د څرنګوالي پایلې خپرې کړي.

اوس‌مهال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه دوې څېړنې روانې دي.

د یوې څېړنې مشري د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د رییس مایک مک کال پر غاړه ده چې په جنورۍ میاشت کې یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن څخه په دې برخه کې د سندونو غوښتنه وکړه.

د روانې اونۍ پر چهارشنبې د استازو جرګې جمهوري‌غوښتونکو د بهرنیو چارو وزارت له خوا لومړي اسناد تر لاسه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې انتوني بلینکن د پنجشنبې پر ورځ د مک کال او د بهرنیو اړیکو کمیټې مخې ته حاضر شي ترڅو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو ښاغلي مک کال ته جزییات ورکړي.