نړۍ

د روژې میاشتې په درشل کې پاکستانیان د توکو له ګرانۍ شکایت لري

د روژې میاشتې په رانږدې کېدو سره د پاکستان د بېلابېلو ښارونو اوسېدونکي د روژې میاشتې لپاره په بازارونو کې د خوراکي توکو پېرلو ته مخه کوي.

سږ کال بیا د اسلام‌اباد او کراچۍ اوسېدونکي له سخت اقتصادي وضعیت او د بیو له بې‌مخینې لوړوالي شکایت لري.

سلما بي‌بي د پاکستان د سوداګرۍ په پلازمېنه کراچۍ ښار کې په یوه کور کې کارګره ده.

هغه وایي: «سږ کال بیې ډېرې لوړې شوې، یو بېوزله کس څه کولای شي؟ موږ څه نه شو پېرلای، زه خپله په کورونو کې کار کوم، سږ کال څه وکړم؟»

پاکستان سږ کال په داسې حال کې روژې ته نږدې کېږي چې د نقدو پیسو له کمښت سره مخ دی. دغه هېواد د پیسو د نړیوال صندق (ای‌ام‌اف) له خوا ۱.۱ میلیارد ډالري مرستې ته په تمه دی.

دغه هېواد اړ شوی، چې د پيسو نړیوال صندق له خوا یو شمېر مخکیني غوښتل شوي اقدامات ترسره کړي چې د برېښنا، صادراتو او بزګرۍ د سب‌سایډي معکوسول، د سون‌توکو او انرژۍ بیې لوړول، د دایمي برېښنا زیاتول، د ارزښتناک سیاستي نرخ زیاتوالی، د بازار له مخې د اسعارو نرخ او د بشپړوونکې بودیجې له لارې د نویو مالیو څه د پاسه ۱۷۰ میلیارده روپیو زیاتول پکې شامل دي.

اوس‌مهال مالي تعدیلونه د ۵۰ کلنې بې‌مخینې ګرانۍ د زیاتوالي لامل شوي چې په فبروري میاشت کې د تېر کال د ورته وخت په پرتله ۳۱.۵ سلنه ته رسېدلې.

د کراچۍ اوسېدونکي احسان علي وویل: «هر څه د بېوزلو له لاس‌رسي لیرې دي. هغوی ان نه شي کولای د خپلو وړتیاوو په اړه فکر وکړي. ان د منځني اقتصاد لرونکي خلک فکر کولو ته اړ دي چې څه وپېرو؟ څه ونه پېرو؟ خلک یوازې د بیو پوښتنه کوي او څه نه شي پېرلای.»

پر اقتصادي ستونزو سربېره د مخکیني لومړي وزیر عمران خان او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ترمنځ کړکېچونه دوام لري.

لګول شوي تورونه چې خان یې ردوي، د نوموړي له ګوښه کېدو وروسته د تېر کال په لومړیو کې په یوه پارلماني رای ګیرۍ کې پيل شول.

له هغې مودې راهیسې دغه ۷۰ کلن سیاستوال له وخت مخکې ټاکنو او په ټول هېواد کې د لاریونونو غوښتنه وکړه.

اوسني لومړي وزیر شهباز شریف د ښاغلي خان غوښتنې رد کړې او وې‌ویل چې ټاکنې به د پروګرام له مخې د روان کال په پای کې ترسره شي.

د اسلام‌اباد د عمده پلورنځیو د ټولنې عمومي منشي سید ذاکر شاه وویل، چې د پاکستان خلک د سیاسي شخړو زیانونه ګالي.

هغه وویل: «اصلي لامل په هېواد کې کړکېچ دی. هېڅ قانون نشته، ترڅو چې په هېواد کې دغه کړکېچ او بې‌ثباتي دوام ولري، بیې به راټیټې نه شي. زه له واکمنو غواړم چې خپل اختلافات پای ته ورسوي.»

پاکستان کې سږ کال روژه د پنجشنبه په ورځ پیلېږي.