افغانستان

د ملګروملتونو کارپوهان: د مارچ په ۲۲مه باید د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیستل شي

د ملګروملتونو سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت په ګډون د دغه سازمان کارپوهانو دوشنبې د کب په ۲۹مه له طالبانو وغوښتل ترڅو ژر ترژره د ښځو او نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

ریچارد بنت او همکارانو یې په هغه بیانیه کې چې د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو دفتر له خوا خپره شوې له نړیوالې ټولنې پکې غوښتل شوي چې د ښوونځیو او ټولو تحصیلي مرکزونو د پرانیستو لپاره پر طالبانو فشار زیات کړي.

د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستو په صورت کې، له رسمي ښوونیز نظام څخه د ملاتړ لپاره افغانستان ته د پيسو د لېږد بهیر آسانه کړي.

د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو ټینګار کړی، ترهغه چې طالبان د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په اړه پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، «باید دې پایلې ته ورسېږو چې طالبان ددې کار د ترسره کولو نیت نه لري.»

دغو کارپوهانو همداراز ویلي چې طالبان د نجونو او ښځو د زده کړو او تحصیل حق ته هېڅ پام نه کوي.

د دغو کارپوهانو د بیانیې له مخې، «افغانستان د ملګروملتونو د بشري حقونو د ژمنو په تېره بیا د ماشومانو کنوانسیون، د ښځو په وړاندې د تبعیض د مخنیوي کنوانسیون او د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري تړونونو د یوه غړي په توګه، د جنسیت یا بل هر دلیل پربنسټ د واکمن قدرت له پامه پرته د تحصیل حق او ملاتړ په اړه درناوي ته ژمن دی.

ننګرهار کې یوه درسي خونه. د ۱۴۰۱ کال د تلې میاشت.

بنت او همکارانو یې په دې بیانیه کې زیاته کړې چې په اوسني وخت کې د ماشومانو د ودولو او کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی چې د نجونو لپاره د زده کړو د مخنیوي بیړنۍ پایلې ګڼل کېږي.

په بیانیه کې راغلي «آن که دا مخنیوی لغوه شي، موږ د زده کړو د کیفیت په اړه اندېښمن یو چې نجونو او هلکانو ته وړاندې کېږي، د هلکانو د ښوونځیو په اړه د اندېښنې وړ راپورونه موجود دي چې دیني ښوونځي د مسلکي پرځای ګمارل شوي او په ښوونیز نظام کې د پام وړ بدلون راغلی دی.»

د نوي ښوونیز کال تر پيلېدو یوه ورځ پاتې ده خو داسې ښکاري چې طالبان د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستو لپاره کوم پروګرام نه لري.

۵۴۵ ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

که طالبان د وري په دوهمه نېټه د نجونو پرمخ ښوونځي خلاص نه کړي، دا به دوهم کال وي چې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.

کابو درې میاشتې کېږي چې طالبانو د نجونو تحصیل او په بهرنیو موسسو کې د مېرمنو کال کول منع کړي دي.