نړۍ

ټرمپ له ۲ کلونو وروسته فېسبوک او یوټیوب ته راستون شو

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې پر ورځ له ۲ کلونو وروسته د «زه بېرته راغلم» تر سرلیک لاندې د یوې ویډیو په خپرولو فېسبوک او یویټوب ته راستون شو.

ټرمپ د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې پر ۶ نېټه د کانګرس پر ودانۍ د ده د پلویانو له برید وروسته له ډېری ټولنیزو شبکو له دې جملې فېسبوک او یوټیوب څخه منع شوی و.

هغه ویډیو چې ښاغلي ټرمپ د بېرته راګرځېدو د اعلان لپاره په ټولنیزو شبکو کې کارولې ده، په ۲۰۱۶ کال کې په ټاکنو کې د ټرمپ د بریا شېبو اړوند د «سي‌اېن‌اېن» وه، چې په هغه کې ښاغلی ټرمپ له خپلو پلویانو د په تمه کېدو له امله بښنه غواړي.

یوټیوب د جمعې ورځې سهار په دې شبکه کې د ښاغلي ټرمپ پاڼه پرانیسته، «متا» کمپنۍ د روان زېږدیز کال په لومړیو کې په انسټاګرام او فېسبوک کې د ښاغلي ټرمپ پاڼه بیا پرانیسته.

د نوموړي ټویټرپاڼه په نومبر میاشت کې د دغې شبکې د نوي خاوند ایلان ماسک له خوا پرانیستل شوه، خو ټرمپ تر اوسه د ټویټر له لارې کوم فعالیت نه دی کړی.

یوټیوب په یوه ټویټ کې د ټرمپ د پاڼې د بېرته پرانیستو اقدام ته په اشارې سره وویل: «موږ په غور سره په رښتینې نړۍ کې د تاوتریخوالي د ګواښ دوام څېړلی، په داسې حال کې چې د ټاکنو په درشل کې له اصلي ملي نوماندانو د رایې‌ورکوونکو لپاره متعادل او یو شان فرصت برابروو.»

د هغه د کمپاین ویاند دیجیټل فاکس نیوز ته وویل، چې فېسبوک ته بېرته ستنېدل به «د ۲۰۲۴ د ټاکنو کمپاین ته د رایې‌ورکوونکو د لاس‌رسي لپاره ارزښتناک وي.»

د امریکا مخکیني ولسمشر د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د «Truth Social» په نوم د ټولنیزو رسنیو خپله شبکه جوړه کړه، چې له ټویټر او متا څخه د ممنوعیت په موده کې یې له خپلو ملاتړو سره د اړیکې نیولو لپاره پرې تکیه کوله.

ټرمپ د ۲۰۱۶ په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل کمپاین د پرمخ بېولو لپاره له ټولنیزو رسنیو په ګټې اخیستو وتوانېده خپل مطالب د رایې‌ورکوونکو د لاس‌رسي وړ وګرځوي.

شنونکي په دې باور دی، چې دې شبکې ته د ټرمپ بېرته راګرځېدل کولای شي د هغه د ۲۰۲۴ کال په ټاکنیز کمپاین کې ډېره اغېزه ولري.

د ټرمپ د بېرته راګرځېدو مخالفین په «Truth Social» سایټ کې د هغه پیغامونو ته چې نږدې یو میلیون څاروونکي لري، اشاره کوي او وایي چې نوموړی لا هم د هغو مطالبو خپرولو ته دوام ورکوي چې له دې پاڼو د ده د منع کېدو لامل وګرځېد.